سپینه مانۍ د پاریس اقلیمي تړون په هکله دریځ بدلول ردوي

د انځور حقوق Reuters

سپینه ماڼۍ دا رپوټونه نه مني، چې امریکا د خپل دریځ په بدلولو سره پرېکړه کړې چې پاریس اقلیمي تړون کې پاتې شي او یا هم د دې تړون په هکله پر ژمنو خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر درې میاشتې مخکې وویل چې که د پاریس تړون شرایط د واشنګټن په ګټه بدل نه شي، هېواد یې له دې تړون د وتلو هوډ لري.

* توپانونه د اقلیم بدلون راوستي

* د ځمکې تودوخه وروستي برید ته رسېدونکې ده

د شنبې په ورځ والسټریټ جورنال په بېړني خبر کې وویل، د کاناډا مونټرال کې د ژواک چاپېریال ناستې ګډونوالو ویلي چې د پاریس تړون په هکله د امریکا "دریځ نرم شوی دی".

خو له دې خبر څو ګړۍ وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هوکابي سنډرز وویل، چې د امریکا په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

د هغې په خبره، دا هېواد یواځې هغه مهال پاریس تړون کې پاتېدلی شي چې شرایط یې د امریکا په ګټه بدل شي.

د کاناډا ناسته

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو کې ژمنه کړې وه چې له دې تړون به وځي.

د سپینې ماڼۍ د ویاندې دا غبرګون د اروپايي ټولنې اقلیمي سیاست د مشر میګویل اریاس کانټه خبرو ته دی.

هغه ویلي، د امریکا استازي د کاناډا ناسته کې داسې خبرې وکړې چې له پاریس تړون د وتلو په هکله یې د خپل هېواد د درېځ نرمېدل ښيي.

په دغه ناسته کې د ۳۰ هېوادونو استازو ګډون کړی و.

په ورته مهال د کاناډا د چاپېریال وزیر کاترین مک کینا وویل د امریکا د استازي له خبرو "ښې نښې" ترلاسه شوې.

* چاپېريال ورځ تر بلې ککړېږي

* امریکا او چین د اقلیم د بدلون په اړه تړون تصویب کړ

خو په دغه ناسته کې د چین استازي ویلي چې د پاریس اقلیمي تړون پر مادو "خبرې بیا نشي کېدلی".

د هغه اشاره د ډونلډ ټرمپ خبرو ته وه چې په جولای کې یې وویل، که د دې تړون مادې د امریکا په ګټه بدلې نه شي، ترې وځي.

امریکا له ۲۰۲۰ مخکې نشي وتلی

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا تړون له غړو هېوادونو غواړي چې په کال کې د تودوخي کچه له ۲ سانتي ګراد ډېر لوړېدو ته پرې نه ږدي.

نوموړي په ولسمشرۍ ټاکنو کې هم ژمنه کړې وه چې له دې تړون به وځي او لامل یې دا باله چې د ډی اکسایډ کاربن د تولید کچې کمېدل به د امریکا اقتصاد زیانمن کړي.

دا په داسې مهال ده چې د دې نړیوال تړون د مادو له مخې د امریکا رسمي وتل د ۲۰۱۹ کال له نومبر مخکې نشي پیلېدلی او له هغه وروسته به یې وتل هم یو کال وخت نیسي.

ځکه له پاریس تړون د امریکا وتل د ۲۰۲۰ کال له مني مخکې نشي پیلېدلی او دا به داسې مهال وي چې د امریکا بل ولسمشر یا به بیا هم ټرمپ نوې ولسمشري پیل کړې وي.

که ډونلډ ټرمپ بیا واکمن نشي، نو ممکن د امریکا بل ولسمشر پر دغه تړون ودرېږي.

د پاریس اقلیمي تړون له سوریې او نیکاراګوا پرته د نړۍ ۲۰۰ هېوادونو لاسلیک کړی دی.

ورته مطالب