د کوردستان ټولپوښتنه: د رايو شمېرل پيل شول

په عراق کې د کوردانو د ازادۍ په اړه د ټولپوښتنې وخت پای ته ورسېد او د رايو شمېرل پيل شول.

چارواکي وايي شاوخوا ۷۵ سلنه هغو کسانو چې د رايو ورکولو وړ وو په دې ټولپوښتنه کې برخه اخيستې ده. د سیمې په بېلابېلو ښارونو کې د نڅا او جشن راپورونه ورکړل شوي دي.

د عراق د کوردستان خلک د رایو صندقونو ته په تللو سره د دې سیمې خپلواکۍ ټولپوښتنه کې ګډون کوي.

د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي د یکشنبې په ورځ دا ټولپوښتنه بې قانونه وبله او ویې ویل، د مقابلې لپاره به ورته اړین تدابیر ونیسي.

د عراق د کوردستان د خپلواکۍ ټولپوښتنه په داسې مهال ده چې پر عراق سربېره د دغه هېواد ګاونډیان په تېره ایران او ترکیه او د ملګرو ملتونو ډېری غړي یې مخالف دي.

خو له دې مخالفتونو او فشارونو سره سره د عراق د کوردستان مشر مسعود بارزاني خبري غونډې ته وویل چې د نړیوال مخالفت له زیاتېدلو سره سره به دا ټولپوښتنه کېږي.

کوردان

د هغه په خبره، یواځې د خپلواکۍ له لارې کوردان خپل راتلونکی امنیت خوندي کولی شي.

د نوي کوردستان لویې ستونزې به څه وي؟

کردان څوک دي؟

کورد ټولپوښتنه، عراق ماتېږي که بله جګړه کې ښکېلېږي

نوموړي د عراق له مرکزي حکومت سره ګډون ماته خوړلې تجربه وبلله او زیاته یې کړه چې دوی بیا دا تجربه تکرارول نه غواړي.

هغه پر بغداد تور ولګاوه چې کوردان یې له خپلو حقونو بې برخې کړي او سپکاوی ورته کوي.

نوموړي د ایران او ترکیې دا اندېښنه هم ونه منله چې دا ټولپوښټنه به په سیمه کې د بې ټیکاوۍ سبب شي.

هغه زیاته کړه چې له ایران او ترکیې سره ښه اړیکي غواړي.

هغه دا هم وویل چې نړیوالې ټولنې ته به وښیي يچې د سیمې امینت ته ګواښ نه دي.

د ایران، عراق او ترکیې د مشرانو خبرې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کوردستان خلک د ټولپوښټنې ملاتړي دي.

تېره ورځ رپوټ شوې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني له ترک سیال رجب طیب اردوغان سره په ټلیفوني خبرو کې د کوردستان له خپلواکۍ سره مخالفت کړی دی.

دواړه هېوادونه د عراق له کوردستان سره ګډه پوله لري او له کورد وسلوالو سره جنګېږي.

د فارس خبري اژانس رپوټ وايي، ښاغلي روحاني په دې خبرو کې وویل:

"د ایران لپاره خپله ځمکنۍ بشپړتیا او د عراق ملي یووالی او د سیمې امنیت ډېر مهم دی. باید د سیمې د ټیکاو او امنیت خرابوونکو ته روښانه پیغام ور کړل شي".

نوموړي زیاته کړې، چې د سیمې د امنیت لپاره د هېوادونو همغږي او یووالی ډېر مهم او اغېز ناک دی او د سیمې هېوادونه د نوې بې ثباتۍ رامنځ ته کېدل نه غواړي.

د ایران بل خبري اژانس ایرنا وايي، ولسمشر روحاني د عراق د لومړي وزیر حیدر عبادي سره هم خبرې کړي او په دې برخه کې یې د ده د دریځ ملاتړ کړی دی.

د روحاني په خبره، د عراق اساسي قانون ته باید ټول درناوی ولري او مخالفت کول یې د بې قانونۍ په مانا دي.

نوموړي ډاډ ور کړی چې په دې برخه کې به د عراق د حکومت ملاتړ وکړي.

د انځور حقوق Reuters

د کورواک کوردستان د مشر مسعود بارزاني په څېر ډېر کوردان په دې باور دی چې پر عراق د امریکا له یرغل وروسته له دغه هېواد سره یو ځای کېدل یې لویه تېروتنه وه.

ځکه پر ۱۹۹۱ کال د عراق او کویت له جګړې وروسته عراق کې د نه الوت سیمې سره عراقي کوردان کورواک شول، خپل حکومت یې جوړ کړ. پارلمان، وسلوال ځواکونه او ان ځانګړې پیسې یې هم درلودې، د ملګرو ملتونو د جوړ جاړي له مخې یې د تېلو ۱۷ سنله عاید هم ترلاسه کول.

پر ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له یرغل وروسته کوردانو ومنله چې د لنډمهال لپاره له عراق سره یو ځای شي، امریکا او بغداد هم ژمنه وکړه چې د کوردستان کورواکي په رسمیت پېژني د فدرالي حکومت د تېلو له عایدو به ځانګړې برخه ترلاسه کوي او ان د پولو او خپلواکۍ پر سر به خبرې ور سره کوي.

وروسته بغداد د کوردستان له کورواکۍ سره مخالفت کړ، د تېلو عاید یې پر بند کړل، پر ۲۰۱۲ کال یې د عراق له شمال د تېلو لېږد هم ودراوه.

د عراق په شمال کې دا کورواکه سیمه چې د عراق له ۱۵ تر ۲۰ سلنې وګړي جوړوي، یواځنی او لومړنی ځای دی چې کوردان پکې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنې ته رایه ور کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب