د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه مړه شوه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
هغه شېبه چې ایمان په یوه ځانګړې لارۍ کې له هوايي ډګره روغتون ته واستول شوه

۳۷ کلنه مصرۍ ایمان احمد عبدالعطي چې د نړۍ تر ټولو د ډېر وزن لرونکې ښځه وه په متحده عربي اماراتو کې مړه شوې ده.

نوموړی څه موده وړاندې د وزن کمولو په موخه په یوه ځانګړې الوتکه کې هند ته لېږدول شوې وه.

د متحده عربي امارتو د چارواکو په وينا په هند کې د عملياتو له امله يې وزن له ۵۰۰ کیلو ګرامو څخه ۳۰۰ کيلوګرام ته راښکته شوی و.

د روغتون د خبرپاڼې له مخې ايمان د زړه او پښتورګو ناروغي لرله. د نوموړې د مړينې له امله يې کورنۍ ته تسليت وړاندې کړی دی.

د ایمان کورنۍ وايي، د نوموړې وزن د زېږون پر مهال پنځه کیلوګرامه و او وروسته په ایلیفانټیاس ناروغۍ اخته شوه.

د انځور حقوق Saifee Hoospital
Image caption د ایمان کورنۍ وايي، د نوموړې وزن د زېږون پر مهال پنځه کیلوګرامه و او وروسته په ایلیفانټیاس ناروغۍ اخته شوه.

د دې ناروغۍ له امله د لاسونو او بدن نورې برخې عفوني او پړسېږي.

په هند کې له عملياتو وروسته په مې میاشت کې ايمان احمد د ابوظبهي يوه روغتون ته لېږدول شوې وه.

هند ته په ځانګړې الوتکه کې د لېږدلو لپاره يې خور پر انټرنيت د مرستې غوښتنه کړې وه چې ډېرو خلکو يې مرستې ته وردانګلي وو.

برياټرېک عمليات چې د وزن کمولو عملیات یې بولي، يوازې پر هغو کسانو ترسره کېږي چې وزن يې ډېر زيات وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب