شمالي کوریا امریکا د جګړې په اعلانولو تورنه کړه

کوریا د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شمالي کوریا وزیر وویل"نړۍ باید ښه په یاد ولري"چې دا د امریکا متحده ایالتونه ول چې لومړی یې د جګړې اعلان وکړ.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې تورن کړ چې د ده پر هېواد یې د جګړې اعلان کړی دی.

په نیویارک ښار کې ښاغلي ري یانګهو خبریالانو ته وویل چې شمالي کوریا دا حق لري چې د امریکا بم غورځوونکې الوتکې ووهي، ان که د شمالي کوریا په هوايي حریم کې نه وي.

د شمالي کوریا وزیر وویل"نړۍ باید ښه په یاد ولري"چې دا د امریکا متحده ایالتونه ول چې لومړی یې د جګړې اعلان وکړ.

له ډېرې مودې راهیسي دواړه هېوادونه پر لفظي شخړې کښېوتي دي. له دې ټولو سره سره کارپوهانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخامخ ټکر شونتیا لږه بلله.

وروسته له دې چې ښاغلي ري پر شنبه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړه، د امریکا ولسمشر ټویټ وکړ چې که د شمالي کوریا مشر کېم جانګ اون همداسې ادامه ورکړي "ډېره موده به پاتې نه شي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شمالي کوریا خلکو ته اټومي ازمويښتونو پر لویې پردې ښودل کېږي.

ښاغلي ري دا خبرې د ملګروملتونو له عمومي غونډې وروسته له نیویارکه د تلو پر مهال وکړې.

ده زیاته کړه:"دا چې ټرمپ د جګړې اعلان وکړ، ټول غوراوي به د شمالي کوریا د سترلارښود پر عملیاتي میز ايښي وي. "

په وروستیو اونیو کې شمالي کوریا د خپلو اټومي او بالسټیکو توغندیو ازموینوته دوام ورکړ.

روانه میاشت وروسته له دې چې شمالي کوریا تر ټولو قوي اټومي ازمویښت ترسره کړ، د ملګروملتونو د امنیت شورا پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول.