هند د ملګرو ملتونو غونډه کې د پاکستان 'ناسم' تصویر ته ځوابي تصویر وړاندې کړ

م م د انځور حقوق TWITTER
Image caption نوی تصویر هندۍ دیپلوماتې پیلومي تریپاتي وړاندې کړی

هند د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د یوه ځوان پوځي افسر تصویر وړاندې کړی دی، چې په وینا یې هغو وسله والو وژلی چې د 'پاکستان ملاتړ ورسره دی ' هندۍ ديپلوماتې پیلومي تریپاتي غونډې ته وویل دغه ځوان بریدمن عمر فیاض نومیده چې په وینا یې د سږ کال مې میاشت کې وسله والو کشمیر کې تښتولی و او له ډېرې ځورونې وروسته وژل شوی دی.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودي عمومي غونډې ته په وینا کې هند په دې تورن کړ چې " له قصده د جمو او کشمیر پر مسلې سترګې پټوي، خو دا د هند برخه نده. خلک یې باید خپله راتلونکې وټاکي."

دې هند د ترهګرۍ په تړاو یو لقب غوره کړ او ویې ویل: " هند په جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ مور ده."

اغلې لودي ادعا وکړه چې هندي ځواکونه پر کشمیریانو د ساچمو ډزې کوي او پر ګوجراتیانو ظلم کوي، له دې سره یې د هند د "ظلم انځور" په توګه یې د یوې نجلۍ یو عکس ښکاره کړ چې یوه نجلۍ پکې وه چې سور پړونی یې پر سر و او مخ یې ځای ځای ټپي و.

هند او پاکستان د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د تور لګولو په ډګر بدله کړه

م.م. کې د هند پرضد، د پاکستان له خوا ښوول شوی عکس د فلسطینۍ نجلۍ دی

"که هند له پولې د را اوښتلو هڅه وکړي سخت ځواب به ور کړو"

تر هغه وروسته پر خواله رسنیو د یو شمېر فعالینو له خوا نیوکې خپرې شوې چې دا عکس د یوې ټپي فلسطینۍ نجلۍ ده.

په ملګرو ملتونو کې د هند تر ټولو کشرې دیپلوماتې پیلومي تریپاتي ویلي، هغه نجلۍ چې پاکستانۍ استازې ملیحه لودهي یې غونډې ته تصویر ښوولی راوې ابو جمعه نومېږي، چې ۲۰۱۴ کال کې هیدي لیواین نومي امریکايي عکاس ورنه فلسطین کې تصویر اخیستی او د ۲۰۱۴ کال د مارچ پر ۲۴ نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړی و.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې د کشمیر پر لانجمنې مسلې په خپلې وینا کې هند د "ترهګرۍ په صادرولو" تورن کړ چې هند هم د ځواب په ورکولو کې ځنډ او په شا تګ ونه کړ.

ښاغلي عباسي وویل "د ساچمو ډزو د ماشومانو په ګډون په زرګونو کشمیریان ړانده او کلک ټپیان کړي. دا هغه ظلمونه دي چې په ښکاره جنګي جرمونه او د جینیوا له هوکړې سرغړونه ده."

مېرمن تريپاتي د (ځواب ورکولو) له حق نه په ګټه اخیستلو سره اوسنی تصویر د ملګرو ملتونو غونډې ګډونوالو ته ښوولی او ویې وویل:

''رښتینی تصویر دا دی، دا د هغه تروریزم تصویر دی، چې د پولې له بلې غاړې راځي او د هند او په ځانګړې توګه د جمو کشمیر ایالت اوسېدونکي ورسره هر ورځ مبارزه کوي. ''

د انځور حقوق Getty Images

په تصویر کې په ظاهره د وژل شوي پوځي فیاض مړی ښکاري، چې خپل خپلوان یې پرې راټول دي.

له دې مخکې د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې هند او پاکستان د ډېرو نورو هېوادونو په ډول یوازې وینا ونه کړه، بلکې د پاکستان تر لومړي وار وروسته د عمومي غونډې تالار د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورونو او سپیناوي په ډګر بدل شو.