بغداد له اربیل تر ۳ ورځو د هوايي ډګرونو واک غواړي

د انځور حقوق AFP
Image caption د عراق لومړی وزیر حیدر عبادي.

د عراق حکومت د دغه هېواد کورواک کوردستان ته درې ورځې وخت ور کړی چې د دې سیمې د هوايي ډګرونو واک ور وسپاري.

د عراق لومړی وزیر وايي، که کوردستان د جمعې تر ورځې دوی ته د هوايي ډګرونو واک ونه سپاري د نړیوالو الوتنو بندیز به پر ولګوي.

* د عراق کوردان ولې ازادي غواړي؟

* کورد ټولپوښتنه بلوڅانو ته څه انګېزه ورکوي؟

د حیدر عبادي دا خبردای د کورواک کوردستان د خپلواکۍ د ټولپوښتنې په ځواب کې دی چې تېره دوشنبه تر سره شوه.

بغداد له دې ټولوپښتنې مخکې هم پر کورد چارواکو غږ کړی و چې دا ټولپوښتنه ونه کړي، خو اربیل یې پر خبره غوږ هم ونه ګراوه.

د انځور حقوق AFP
Image caption له ټولپوښتنې وروسته خوشالۍ.

د دې ټولپوښتنې پایلې نه دي اعلان شوې، خو روداو خبري اژانس رپوټوي چې د کورواک کوردستان مشر مسعود بارزانی په تلوېزوني وینا کې ویلي، خلکو په ټولپوښتنه کې د "هو" ملاتړ کړی دی.

نوموړي له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، د هغو میلیونونو کوردانو د رایې درناوی وکړي چې د کوردستان خپلواکۍ ته یې رایه ور کړې ده.

هغه د هوايي ډګرونو د واک سپارلو په هکله د عراق د حکومت خبرداري ته په ځواب کې وویل: "غوسې او ګواښ ته اړتیا نشته".

* د نوي کوردستان لویې ستونزې به څه وي؟

* کورد ټولپوښتنه، عراق ماتېږي که بله جګړه کې ښکېلېږي؟

د هغه په خبره، کوردانو د پخواني ولسمشر صدام حسین د کیمیاوي وسلو برید هم وزغامه او له هغه برید یو ګواښ هم زورور نه دی.

د عراق د حکومت خبرداري کې کورنۍ الوتنې نه راځي، خو که دا خبرداری کوردستان ومني، نو نړیوالې اولوتنې باید کوردستان ته تر تللو مخکې له بغداد یا نورو هوايي ډګرونو تېرې شي.

د حیدر عبادي په خبره، بېړنۍ او انسان دوستانه الوتنې هغه مهال له دې بندیز ازادې دي چې د عراق حکومت هوکړه کړې وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کوردانو مشر مسعود بارزانی- جې رایپاڼه یې لاس کې ده- وايي ګاونډیان باید د میلیونونو کوردانو رایې ته درناوی وکړي.

بغداد تېره اونۍ له هېوادونو وغوښتل چې د کوردستان مرکز اربیل او د هغه اړوند ولایت سلیمانیه ته الوتنې وځنډوي.

بغدا له ګاونډی و هېوادونو هم غوښتي چې که کوردستان خپلې سرحدي لارې دولت ته ونه سپاري، نو له دغې سیمې سره دې پولې وتړي.

له بغداد وروسته ایران او ترکیه د عراقي کوردستان د ټولپوښتنې سخت مخالف دي.

* اردوغان ايران په سوريه کې پر فرقه پالنه تورنوي

* ترکیې کوردانو ته د امریکا د وسلې پر ور کړه اعتراض وکړ

د ایران ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ له کوردستان سره پولې وتړلې.

د ترکیې ولسمشر هم د کوردانو ټولپوښتنه غندلې او خیانت یې بللی دی.

د هغه په خبره، د خپلواکۍ لپاره د کوردانو ټولپوښتنه سیمه جګړې ته ور شېوه کوي او که دا هڅې روانې وي ترکیه به ځواب ور کړي.

د هغه په خبره، که ترکیه پولې وتړي کوردان به له لوږې مړه شي.

د انځور حقوق Getty Images

ورته مطالب