د اوونۍ بحث: د کوردانو ټولپوښتنه به د سیمې او نړۍ له پاره څه پایلې ولري؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوونۍ بحث: د کوردانو ټولپوښتنه به د سیمې او نړۍ له پاره څه پایلې ولري؟

کُردانو دا اوونۍ له عراق نه جلا د خپل دولت د جوړېدو ټولپوښتنه وکړه.

نتیجه یې که څه هم هرومرو او سملاسي خپلواک دولت ته نه وځي، خو لا وختي یې په سیمه، په تېره بیا هغو هېوادو کې قهرژلي غبرګونونه پارولي چې پخپله پام وړ کورد وګړي لري.

پر عراق سربېره، دغه ولس په تُرکیه، ایران، سوریه او د پخواني شوروي په قفقازي جمهوریتو کې مېشت او ټول شمېر یې د ۳۵ - ۴۰ میلیونو شاوخوا اټکلېږي.

عراقي کوردان د صدام حسین تر نسکورېدو وروسته، په فدرالي عراق کې نژدې خپلواک اوسېدل او خپلې چارې یې پخپله اداره کولې. خو د بشپړې خپلواکۍ پر لور دا لومړی ګام به یې چې د عثماني امپراتورۍ تر ړنګېدو راهیسې یې کوردان تل په ارمان و، د سیمې او نړۍ له پاره څه پایلې ولري؟

پر همدې د اوونۍ ګردی مېز لرو له دې ښاغلو مېلمنو سره:

د اوهایو پوهنتون د منځني ختیځ د څېړنو مرکز مشر ډاکټر عالم پایند په امریکا کې او د عربي نړۍ د چارو څېړونکی الله نور سېلاب په عربي متحدو اماراتو کې.

بحث داود جنبش پرمخ وړي.