شمالي کوریا: د پټ دولت نهه حقیقتونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شمالي کوریا مشر.

د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ یو بل ته ګواښونکې خبرې کوي.

موږ ته لږ پته ده چې دا د خولې جګړه د شمالي کوریا خلکو ته څنګه رسېږي، ځکه د کیم جونګ اون حکومت پر خلکو اوسپنیزه ولکه کړې او ان بهر ته د خپلو خلکو په لاسرسي کنټرول لري.

دا هېواد تر ډېره په داسې ډول روان دی چې له یویشتمې پېړۍ سره هډو همغږی نه دی.

له هغه ځای معلومات او شمېرې ترلاسه کول ګران دي، ځکه ډېری خبرې هم د اټکل له مخې کېږي، خو دا شمېرې موږ ته د شمالي کوریا له ژوند څه وايي؟

* ټرمپ: شمالي کوریا ته مو د صبر کاسه ډکه ده

* روسیه د شمالي کوریا له کړکېچ سره څه کوي؟

کیم ایل سونګ پر ۱۹۴۸ کال په اغېزناک ډول د شمالي کوریا بنسټ کېښود.

د هغه کورنۍ له هغه وخت راهیسې پر دغه هېواد واکمنه ده او دا واک له پلار زوی ته پاتېږي.

په دغه موده کې سوېلي کوریا د ولسمشرۍ شپږ پړاوونه ولیدل، چې هغو کې په یو انقلاب، لږ او ډېر پاڅون او ازادو او رڼو ټاکنو سره د واک لېږدول راځي.

په ټول کې ۱۲ ولسمشرانو په ۱۹ پړاوونو کې سوېلي کوریا اداره کړه.

هرو لسو کسانو ته یو ملفون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوېلي کوریا له وګړو مبایلونه ډېر دي، خو د شمالي کوریا هرو لسو وګړو ته یو ملفون رسېږي.

درې میلیونه یا ۳۰ لکه ملفون یا موبایل ټلیفونونه ډېر ښکاري، خو د دوه نیم کروړه یا ۲۵ میلیونه خلکو لپاره خورا کم دي.

په دغه حساب د شمالي کوریا نږدې هرو لسو کسانو کې یو کس ته ملفون رسېږي، د ملفون ډېر کاروونکي هم د پلازمېنې پیونګ یانګ اوسېدونکي دي.

د دې اپوټه د سوېلي کوریا وګړي پنځه کروړه او یو میلیون یا یو پنځوس میلیونه دي، هلته موبایلونه د وګړو له شمېر ډېر دي.

شمالی کوریا کې د کوریو لنک په نوم یواځې یو اغېزناک ملفون جال یا شبکه شته، هلته د ملفون بازار خورا محدود دی، خو زیاتېږي.

* ټرمپ: شمالي کوریا 'کڼه' ده

* د شمالي کوریا نوی توغندی د جاپان پر خاوره تېر شو

په لومړیو کې کوریو لنک د مصر ټیلی کام شبکې اورسکام سره ونډه درلوده، چې د څو کلونو لپاره یې یواځې په شمالي کوریا کې یو نېټ ورک یا شبکه درلوده.

پر ۲۰۱۵ کال اورسکام ته پته ولګېده چې شمالي کوریا یې په مقابل کې د بایول په نوم یوه شبکه جوړوي او په دې سره یې اړه کړه چې پانګوالو ته وايي، دا شبکه درې میلیونه کارنو ته پر خدمت کنټرول لري.

په هېواد کې د ملفون له کمښت سره سره د شمالي کوریا د وګړو لوی اکثریت یواځې د هېواد خصوصي انټرنېټ ته لاسرسی لري، چې په ملي کچه شته.

د ۲۰۱۶ کال معلوماتو له مخې شمالي کوریا یواځې ۲۸ ثبت ډومینونه لري.

د سوېلي کوریا تر وګړو ټیټې ونې

د انځور حقوق Getty Images

دا به افسانه ښکاري، خو له کره څېړنو ښکاري چې د شمالي کوریا د خلکو ونې د سوېلي کوریا د خلکو تر ونو کوچنۍ دي.

د سوېلي کوریا د پلازمېنې سیول د یو پوهنتون پوهاند ډینیل شویکن ریک د شمالی کوریا د کډوالو ونه څېړي.

د نوموړي له څېړنې ښکاري چې د شمالي کوریا وګړي تر سوېلي کوریا په منځني ډول له دریو تر اتو سانتي مترو ټیټ دي.

* د کیم جونګ اون پر اوږو څوک سپرېږي؟

* ډونلډ ټرمپ: د کیم جونګ اون لیدل به ویاړ وي

شویکن ریک د ونې توپیر جنټیک نه بولي، ځکه په دې باور دی چې دواړه وګړي یو ډول دي.

هغه دا نیوکه هم پر ځای نه بولي چې کډوال تر ډېره د خوارک له کمي سره مخ دي.

د شمالي کوریا د وګړو د کوچنۍ ونې لامل په دودیز ډول په خپل هېواد کې د خوراک کمی بلل کېږي.

زرو وګړو کې ۱۱ کسان موټر لري

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شمالي کوریا کې بسونو ته لوی لوی کتارونه جوړ وي.

د شمالي کوریا د پلازمېنې پیونګ یانګ انځورونو کې ډېری پراخ او پخواني سړکونه لیدل کېږي چې ترافیک نه لري، خو له ښار بهر خبره بېله ده.

د ۲۰۰۶ کال د شمېرو له مخې شمالي کوریا کې ۲۵ زره ۵۵۴ کیلومتره سړک شته، خو سوېلي کوریا ۹۹ زره ۲۵ کیلومتره سړک لري.

شمالي کوریا کې د سړک ۹۷ سلنه برخه خامه او ۳ سلنه پخه ده، خو سوېلي کوریا کې ۸ سلنه خام او ۹۲ سلنه پاخه سړکونه دي.

* ملګري ملتونه: د شمالي کوریا ۴۰ سلنه وګړي خوارځواکه دي

* د شمالي کوریا نوی توغندی د جاپان پر خاوره تېر شو

دا پته هم لګېدلې چې د شمالي کوریا هرو زرو وګړو کې یواځې ۱۱ کسان موټر لري.

د دې مطلب دا دی چې د بسونو تمځیو کې د داسې خلکو اوږده کتارونه وي چې سفر کول غواړي.

د ډبرو سکاره

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شمالي کوریا د خپل اقتصاد د ډوپه کېدو د مخنیوي لپاره د ډبرو سکاره تولیدوي، خو اوس له سختو بندیزونو سره مخ دي.

شمالي کوریا د خپل اقتصاد د ډوپه کېدو د مخنیوي لپاره د ډبرو سکرو پر صادرولو تکیه لري.

خو د دې صادراتو اندازه هم معلومه نه ده، ځکه شمېرې یواځې له هغو هېوادونو ترلاسه کېږي چې د ډبرو سکاره ترې پېري.

د شمالي کوریا ډېر ډبرو سکاره چین ته صادرېږي، خو د ۲۰۱۷ په فرورۍ کې پر دې صادراتو بندیز ولګېد، مګر څو شنونکي دا ډول بندیزونو ته ګوته نیسي.

د نړیوال اقتصاد پرسټن انسټیټیوټ کې شنونکی کینټ بوایډسټن وايي، داسې خلک شتته چې د بېړیو تګ راتګ څاري:

"دوی د چین بندرونو ته د شمالی کوریا د بېړیو پر تګ له بندیز لګولو وروسته هم لنګر اچول لیدلي".

د نوموړي په خبره، بېجینګ د پیوناګ پانګ پر ډبرو سکرو بندیز لګولی، خو دا بندیز بشپړ پلی شوی نه دی.

د ۲۰۱۵ کال د شمېرو له مخې سوېلي کوریا د کال ۶۳ میلیارد ډالره ۸۰۰ میلیونو په ارزښت د ډبرو سکاره تولیدوي.

خو شمالي کوریا د کال ۹۵۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره تولیدوي.

تر ۱۹۷۳ کال د شمالي او سوېلي کوریا دولت یو ډول و.

له هغه وروسته د نړۍ د مهم صنعتي هېواد د درجې ترلاسه کولو لپاره د سوېلي کوریا چټکې هڅې لیدل کېږي او د دې هېواد سام سنګ او هنډای په څېر ادارو په نړیواله کچه لوی نوم جوړ کړی دی.

پر پوځ ۲۵ سلنه عاید لګول

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption شمالي کوریا د وګړو له مخې د نړۍ ۵۲ خو د پوځ له پلوه څلورم ستر هېواد دی.

شمالي کوریا پر ۱۹۸۰ کال د ځوړ ښکار شوه او د دغه هېواد د نظام په بد حالت کې ښکېل شو.

شمالي کوریا د وګړو له مخې د نړۍ ۵۲ لوی هېواد دی، خو د پوځ له پلوه څلورم ستر هېواد دی.

سوېلي کوریا شپږ لکه دېرش زره پوخیان لري، خو شمالي کوریا یو میلیون یو لک نوي زره پوځیان لري.

د اټکلونو له مخې د پوځ لګښت په ټولیز ډول د ملي عاید ۲۵ سلنه برخه ده او په تقریبي ډول د شمالي کوریا هر نارینه په یو نه یو ډول پوځي روزنه ترلاسه کوي.

د ۹۰ لسیزې وروستیو کې د لوږې له امله شمالي کوریا کې د خلکو د ژوند کچه په چټکۍ ټیټه شوه، که څه هم هغه ستونزه لاړه، خو د شمالي کوریا وګړي تر سوېلي کوریا وګړو په اوسط ډول ۱۲ کاله کم عمر لري.

شمالی کوریا کې خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي، همدا وجه ده چې د سویلي کوریا وګړي اوږد ژوند لري.

په زرو کسانو د زېږون کچه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سوېلي کوریا له خپلو وګړو غواړي ډېر بچي راوړي، خو د دغه هېواد په تاریخ کې د زېږون کچه تر بل هر وخت کمه شوې ده.

د سوېلي کوریا د حکومت له خوا د زېږون زیاتولو لپاره د لس کلونو هڅو سره سره پر ۲۰۱۷ کال بیا هم زېږون په تاریخ کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

سوېلي کوریا د ماشوم له زېږون سره د کوپون ور کولو، د مور پلار جوړېدلو وروسته د رخصتیو زیاتېدلو نظام او د شنډو ښځو د درملنې لپاره د کال ۷۰ ملیارد ډالر لګوي.