له روهېنګیايي جنګیالي سره د بي بي سي مرکه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له 'روهېنګیايي جنګیالي' سره د بي بي سي مرکه

نژدې ۶۰ کسان باور دی هغه مهال مړه شوی وي، چې د روهينګا مسلمانانو يوه لېږدوونکې بېړۍ د بنګله دېش له سمندرغاړي سره څېرمه ډوبه شوه.

لسګونه روهينګا له وړاندې داسې مهال مړه شوي، چې د ميانمار رخاين ایالت کې د پوځ له ځپونکو عملياتو يې د تېښتې هڅه کوله.

دا عمليات وروسته له هغه پيل شول، چې روهېنګیا اورپکو رخاين کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل. بي بي سي له يوه کس سره خبرې کړې، چې وايي يو له دغو جنګياليو دی.