اماراتو د تنباکو او څښاک توکو مالیه دوه برابره کړه

د انځور حقوق AFP
Image caption امارات او د خلیج نور هېوادونه د تېلو د بیو د ټیټوالي له امله د بودیجې له کسر سره مخامخ دي

عربي متحده اماراتو د تنباکو او انرژي لرونکو څښاک توکو مالیې دوه برابره کړي دي. د اماراتو حکومت وايي هیله لري چې د بيو لوړوالی به د ناصحي توکو له مصرفولو خلک راوګرځوي.

خو شنونکي وايي، عرب متحده امارات غواړي په دې کار سره د تېلو د ټيټو بیو له امله د حکومت په عوايدو کې رامنځته شوې تشه ډکه کړي.

که څه هم پر انرژي لرونکو څښاک توکو مالیه سل سلنه لوړه شوې، خو هغه څښاک توکي چې ډېر شکر لري، مالیه یې ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.

له دې سره د فارس خلیج په هېوادونو کې متحده عربي امارات دویم هېواد دی چې له سعودي عربستان وروسته پر تنباکو او ګاز لرونکو څښاک توکو مالیه لوړوي.

سعودي عربستان هم د سږ کال په اوړه کې پر ګازلرونکو څښاک توکو او تنباکو مالیه سل سلنه لوړه کړه.

اړونده مطالب

ورته مطالب