"د ایران له خوا د سوریې جګړې ته د کم عمره افغان ځوانانو لېږل جنګي جرم دی"

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Tasnim
Image caption فاطمیون لېوا له افغان او پاکستاني شیعه یانو جوړه ده.

امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز د ایران حکومت له خوا سوریې ته له اتلس کلنۍ د کم عمره افغان ځوانانو د لېږلو په تړاو لیکي چې د نړیوال قانون له مخې جګړې ته د کم عمر ځوانانو استول جنګي جرم دی.

ورځپاڼه زیاتوي ایران د سوریې جګړې ته د بشار الاسد د حکومت په پلوۍ هغه افغانان استوي چې په دغه هېواد کې د کډوالو په توګه ژوند کوي.

نیویارک ټایمز د ایران کورینو چارو وزارت په حواله وایي په ایران کې شاوخوا دوه نیم ملیون افغانان ژوند کوي چې د پام وړ شمیر یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

بلې امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن اګزماینر د سناتور باب کارکر ار ټین په حواله لیکلي چې امریکايي ځواکونه به یوه لسیزه نور هم په افغانستان کې پاتې کیږي.

نوموړي ویلي افغان حکومت نه شي کولی د خپلو امنیتي ځواکونو مالي لګښت پوره کړي او نور مرستې ته اړتیا لري.

ایکسپرېس ټریبیون:

پاکستانیو ورځپاڼو افغانستان ته د پاکستان د پوځ د مشر قمر جاوید باجوه د سفر په اړه بیلابیل مطالب خپاره کړي.

له دې ډلې ایکسپرېس ټریبیون انګلیسي ژبې ورځپاڼه لیکي چې افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزه اړیکو نوی پړاو پيل کړ.

ورځپاڼه وايي، د جنرال باجوه په مشرۍ د پاکستان پلاوي ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د ترهګرۍ په جګړه کې مرستې کوي او د افغان لوري په مشرۍ به د سولې لپاره د هڅو ملاتړ هم کوي.

اینډیپنډینټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فرانسه کې کډوال.

برتانوۍ ورځپاڼه انډیپنډینټ لیکي چې د فرانسې او ایټالیا ترمنځ د ګډې پولې په شاخوا کې یو شمیر کډوال په ډیر ناسم چاپیریال کې شپې او ورځې سبا کوي.

د ورځپاڼې په وینا ان د دغو کډوالو د ورځني ژوند وضعیت د فرانسې د کالې یا ځنګل کمپ له اوسېدونکو کډوالو هم ناوړه دی.

ورځپاڼه زیاتوي د دغو کډوالو شمیر سلګونو ته رسیږي او د لومړنیو اسانتیاوو د نشتوالي ترڅنګ د فرانسوي او ایټالیوي پولیسو د ډیر سخت چلند له امله له کړاوه ډکې شپې او ورځې تیروي.

اینډیپنډینټ لیکي چې د دغو کډوالو شاوخوا اوه سوو ته رسیږي چې لسګونه یې ماشومان دي او د کورنۍ غړي هم ورسره نشته.

ورځپاڼې د دغو کډوالو یو شمیر انځورونه هم خپاره کړي چې د یوه پله لاندې اوسیږي د کارتونو ټوټې یې له ځان لاندې کړې دي او پر همغه شپې او ورځې تیروي.

واشګنټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شمالي کوریا د توغندیزو ازموینو له امله له سخو نړیوالو بندیزونو سره مخ ده.

واشګنټن پوسټ ورځپاڼه په یوه ځانګړي راپور کې لیکي چې په تېره اګست میاشت کې د شمالي کوریا د وسلې صادرولو د هڅې مخه په مصر کې ونیول شوه.

ورځپاڼه په خپل راپور کې وايي، کله چې دغې بیړۍ له شمالي کوریا سفر پیل کړ امریکايي استخباراتي چارواکو یې په اړه مصري چارواکو ته خبر ورکړ، کله چې بیړۍ د مصر اوبو ته داخله شوه او د سویس کانال سیمې ته را ورسیده، ودرول شوه.

د پلټنې په پایله کې معلومه شوه چې د بیړۍ په لاندنۍ برخه کې د ار پي جي راکټ دیرش زره مرمۍ ځای پر ځای شوې دې.

ورځپاڼه زیاتوي دا چې دا مرمۍ کوم ځای او کوم هېواد ته وړل کیدلې معلومه نه ده خو شمالي کوریا له نړېوالو بندیزونو سره سره وسلې په ارزانه بیه پلوري او له دې لارې ډېرې پیسې تر لاسه کوي.

په راپور کې ویل شوي د دغې ارزانه وسلې د پيریدونکو په ډله کې کله کله، ایران، کیوبا، برما، اریتریا، لږ تر لږه دوه ترهګرۍ ډلې او د مصر په څېر د امریکا نږدې ملګري هېوادونه هم شاملیدی شي.

ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی ویلي له همدې امله تېره اګست میاشت کې امریکا له مصر سره خپلې کلنۍ مرستې چې درې سوه میلیونه ډالره کیدلې وځنډولې.