له ۳۰ کاله پوځي خدمت وروسته یو هندی سرتېری بنګله دېشی وبلل شو

د انځور حقوق AFP

هندي چارواکي د دغه هېواد د پوځ له یوه متقاعد پوځي غواړي چې خپل هندیت زباد کړي.

محمد اعظم الحق د هند پوځ کې ۳۰ کاله خدمت کړی او تېر کال متقاعد شوی دی.

خو اوس د هند په اسام ایالت کې چارواکي پر اعظم الحق تور لګوي چې یو بنګله دېشی کډوال دی.

د رپوټونو له مخې ښاغلی اعظم الحق باید په څو ورځو کې د بهرنیانو لپاره ځانګړې شوې محکمه کې حاضر او خپل هندیت ثابت کړي.

دغه متقاعد پوځي دا تور ردوي او ټینګار کوي چې څوک له پوځ سره یو ځای کېږي، نو پولیس یې ضرور تاییدوي.

ښاغلی اعظم الحق له تېر کال راهیسې ارام ژوند درلود، خو اوس اندېښنه په مخه کړی دی.

هغه د هند ورځپاڼې انډیا ټایمز ته ویلي:

"ډېر نارام یم، ډېر مې وژړل، زړه مې مات شو. له ۳۰ کاله خدمت وروسته له داسې تور سره مخ یم".

د نوموړي په خبره، که بې قانونه بنګله دېشی کډوال وي، نو څنګه یې د هند پوځ کې خدمت وکړ.

د هند په اسام ایالت کې د بهرنیو وګړو لپاره د ځانګړې محکمې جوړېدل په تېرو څو کلونو کې ډېر شوي دي.

ایالتي حکومت تر ۱۰۰ ډېرو بهرنیان دغې محکمې ته ور پېژندلي چې بې قانونه ورغلي، په تېره هغه مهال چې بنګله دېش جوړ شو.

د انځور حقوق Getty Images

د انډیا ټایمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې د اعظم الحق په هکله راغلي یاداشت کې د ولسوالۍ پولیسو ویلي چې نومړی د ۱۹۷۱ کال د مارچ له ۲۵ وروسته له اړوند ضروري سندونو پرته اسام ته داخل شوی دی.

په دغه شپه د پاکستان پوځ د هغه وخت ختیځ پاکستان یا اوسني بنګله دېش کې د سرچ لایټ په نوم عملیات پیل کړي و.

د جولای پر شپږمه یاداښت کې باید اعظم الحق د سپټمبر پر ۱۱ د خپل وګړتوب ثابتولو لپاره محکمې ته حاضر شوی وی.

۴۹ کلن اعظم الحق وايي، تر پلرني کلي کالا هیکش یې دا یادښت په ځنډ رسېدلی، ځکه به د اکتور پر ۱۳ محکمې ته حاضرېږي.

د هند د واکمن ګوند بي جي بي لپاره بې قانونه کډوال یوه مهمه بحث وړ او ټاکنیزه موضوع ده.

دا ګوند په اسام ایالت کې واکمن هم دی.

اسام د هند شمال ختیځ کې پروت ایالت دی او له بنګله دېش سره اوږده پوله لري.

اړونده مطالب