د عراق پخوانی ولسمشر جلال طالباني ومړ

جلال طالباني د انځور حقوق AFP

د عراق پخوانی ولسمشر او د کردستان وطني اتحاد مشر جلال طالباني د ۸۳ کلنۍ په عمر د جرمني برلین کې مړ شوی دی. د نوموړي ګوند د هغه مړینه تایید کړې ده.

جلال طالباني په ځوانۍ کې د کوردستان کې سیاست پیل کړ او د عراق پخواني ولسمشر صدام حسین حکومت له ړنګېدو وروسته د واکمنۍ وېش له مخې د عراق ولسمشر وټاکل شو.

جلال طالباني د عراق لومړنی ولسمشر و، چې عرب توکمه نه و.

نوموړي له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۴ کاله د عراق ولسمشر په توګه دنده درلوده. نوموړي د خپل هېواد له ګاونډیانو سره د اړیکو عادي کولو لپاره هلې، ځلې وکړې.

جلال طالباني د مسعود بارازاني په ګډون له هغو لومړنیو کسانو و، چې د کوردستان خپلواکۍ لپاره یې ۱۹۹۱ کال کې له صدام حسین سره خبرې پیل کړې.

طالباني: طارق عزیز باید اعدام نشي

په عراق کې د نوي حکومت جوړېدل او ننګونې

کردان څوک دي؟

نوموړی په سیمه کې د امریکا مهم ملګری بلل کېده او ۲۰۰۳ کال کې یې پر عراق د اییتلافي ځواکونو د برید ملاتړ کاوه، چې پایله کې یې د صدام حسین واکمني له منځه لاړه.

نوموړی ۲۰۱۲ کال کې د دماغي فلج پر ناروغي اخته و. نوموړی له ۲۰۰۷ کال کې وجود کې د اوبو لږوالي او جل وهل کېدو له کبله رنځور شوی و او یو کال وروسته د زړه جراحي عملیاتو لپاره امریکا ته تللی و.

اړونده مطالب