د اسپانیا پاچا د کاتالونیا ټولپوښتنه ناقانونه وبلله

د اسپانیا پاچا فیلیپ شپږم د انځور حقوق .
Image caption د اسپانیا پاچا فیلیپ شپږم ټولپوښتنه کوونکي له اسپانیا سره په جفا کولو تورن کړي دي

د اسپانیا پاچا فیلیپ شپږم په کاتالونیا کې د خپلواکۍ ټولپوښتنه کوونکي غندلي او د دوی اقدام یې ناقانونه بللی دی. نوموړي نن سه شنبه ۳ اکتوبر یوه ټلویزیوني وینا کې د کاتالونیا کړکېچ ' سخت جدي ' بللی او د ملي یوالي غوښتنه یې کړې ده.

نن هم کاتالونیا کې د پرونۍ ټولپوښتنې مخنیوي لړ کې د پولیسو له لوري د زور زیاتي پر ضد زرګونه خلک لارو کوڅو ته وتلي وو. اسپانیا حکومت دغه ټولپوښتنه ناقانونه اعلان کړې وه.

فلیپ شپږم په خپله نننۍ وینا کې د کاتالونیا ځايي سیاسي مشران د ټولپوښتنې له کبله له اسپانیا سره په (جفا) تورن کړل.

نوموړي وویل، 'ټولپوښتنه ښايي د کاتالونیا خپلواکې سیمې او ټولې اسپانیا غوړېدونکی اقتصاد له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي. ' پاچا دغه راز وویل، چې هېواد به یې 'پر دغه سخت حالت کابو ومومي

'

د کاتالونیا کارګرو اتحادیې د خپلواکۍ غوښتنې په ټولپوښتنه کې د مرکزي حکومت مداخلې او د دغې ټولپوښتنې سوله ییز بهیر مخنیوي پر ضد د احتجاج په توګه د کاتالونیا له اوسېدونکو غوښتي وو، چې عمومي اعتصاب کې ګډون وکړي او په ځانګړې توګه د بارسلونا په ګډون د سیمې ښارونو کې پراخې مظاهرې او لاریونونه شوي دي.

د کتالونیا نظرپوښتنه: تر ۸۰٪ ډېر له اسپانیا خپلواکي غواړي

کاتالونیا "د خپلواکۍ حق ګټلی"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کټلونيا ټولپوښتنه کې سلګونه کسان ټپيان شوي

ځايي حکومت هم د اعتصاب کوونکو ملاتړ اعلان کړی دی. ځايي سرچینو ویلي اعتصاب پر ځايي اقتصادي چارو اغېز کړی دی او د عمومي خدمتونو بهیر هم ګډوډ شوی دی.

د سې شنبې پر ورځ ګهیځ وختي نژدې ۱۵ زره کسان د کاتالونیا مرکزي ښار بارسلونا کې لارو کوڅو ته ووتل، چې ډېری هغو یې د کاتالونیا د بېرغ رنګونو ته ورته کالي اغوستي وو. دوی شعارونه ورکول او د ګاډو د تګ راتګ مخه یې نیوله.

که څه هم د اسپانیا اساسي قانون محکمې دغه ټولپوښتنه ناقانونه بللې وه، خو پرون کاتالونیا کې دغه ټولپوښتنه وشوه او ځايي چارواکو ویلي، اکثریت ګډونوالو له اسپانیا نه د بېلتون لپاره رایې ورکړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بارسلونا کې لاریونیانو لارې کوڅې تړلې وې

د اسپانیا مرکزي حکومت د محکمې د حکم له مخې د ټولپوښتنې مخنیوي لپاره پولیس ځواک سیمې ته لېږلي و، چې د رایې ورکولو پر مرکزونو د بریدونو او د خلکو او پولیسو تر منځ د اخ و ډب پېښې هم په کې وشوې.

کاتالونیا چارواکو پولیس له ولس سره په زور زیاتي کولو تورن کړي دي او له اسپانیا بهر هم له ولس سره د اسپانیا پولیسو چلند پر ضد احتجاجونه شوي دي.

اړونده مطالب