خپلې نالوستۍ له امله زندان ته ولوېدم

د انځور حقوق AdvocAid
Image caption د سواد زده کړې پروگرامونو بشپړول او بري ليک ترلاسه کول زندانيانو ته ستره خوښي بښله

'' میریام'' په سیرالیونکې لویه شوې وه او ښونځي ته نه وه تللې. په لویوالي کې یې سم لیک او لوست نشو کولای. کله چې د غلا په تور ونیول شوه، د پولیس په خبرو سمه پوه نشوه، جرم یې پرځان ومنه او بندي شوه- خو هلته یې د لومړي ځل لپاره په ټولګي کې لیک لوست زده کړ.

هغې له یو څه مرستې سره خپله کیسه لیکلې ده چې څرنګه یې لیک لوست زده کړ.

'' دخپل جرم په اړه څه وایئ؟ ګناهکاره یې که نه؟''

'' څه شی؟ پوه نشوم.''

'' آیا ګناه دې کړې که نه؟ لطفا ځواب راکړئ.''

'' هو صاحب.''

څه باندې یو کال وروسته، په سیرالیون کې د فریټون ښار له ښځینه بندیخانې څخه خوشې شوم. ولې هلته وم؟ ځکه چې د ګناهکاره(guilty) کلیمې په معنا نه پوهېدم او څوک نه و چې راته يې ترجمه کړي.

۳۵ کلنه مور یم او پنځه ماشومان لرم، د غلا د یوې جدي پيښې پر مهال د پولیسو لخوا ونیول شوم. کله چې موږ يې ټول محکمې ته بوتلو، د نالوستۍ له امله مې ناسم اعتراف وکړ.

د بندي کیدو په پیل کې مې پریکړه وکړه چې له دې فرصته ګټه واخلم او د سواد زده کړې هغو ټولګیوته لاړه شم چې په اوونۍ کې دوه ورځې هلته د ښځینه بندیانولپاره جوړشوي و.

زما په شان، زیاتره نورې بندیانې هم نالوستې وې او هیڅکله ښوونځي ته نه وې تللي.

له څومیاشتو وروسته، مې یوڅه لیک لوست زده کړ او نور به مې پر اسنادو باندې ګوته نه لګوله بلکې خپل نوم به مې لیکه او لاسلیک به مې کاوه.

د زده کړې ټولګي مې ډیرخوښېدل او نورو ښځو به د '' ښوونځي نجلۍ'' په نوم یادولم.

د بندیخانې یا اصلاحي مرکزڅخه له خوشې کیدوراهیسې مې خپل ځان ته یو کاروبار جوړکړی چې کورنۍ لپاره مې مالي مرسته برابروي.

د نويو مهارتونو او کسب زده کولو له امله، اوس زه د ښځو د سوداګریز مرکز مشره یم، او کولاې شم چې ټول مالي اسناد سمبال کړم.

کله چې په مارکیټ کې کار نه کوم، د هغو طریقو په مرسته چې په زندان کې مې زده کړي، دخپلې سیمې ماشومانوته لیک لوست ورزده کوم.

زما د زده کړې تصدیق ليک خلکوته دا ثابتوي چې زه لیک لوست کولای شم اوحساب او ریاضي مې زده ده. پردې بریالیتوب باندې ډیره ویاړم.

ددې کیسې په لیکلو کې مې مرستې ته اړتیا درلوده، خو پوهیږم هغه څه چې غواړم ووایم د کاغذ پرمخ لیکل شوي، چې دا ماته د کنټرول داسې یو احساس راکوي چې پخوا مې هیڅکله نه درلود.

د "١٠٠ ښځې" لړۍ څه ده؟

د بي بي سي "سل ښځې" لړۍ هر کال د نړۍ له لر او بره د سلو اغېزناکو او الهام بښونکو ښځو نومونه خپروي. په ٢٠١٧ م کال کې موږ هغوى ننگوو چې د ښځو پر وړاندې شته څلورو سترو ننگونو، مشرۍ ته د ښځو د رسېدو پر وړاندې خنډونه، د ښځو نالوستي، په لارو کوڅو کې د ښځو ځورونه او د سپورت په ډگر کې ښځو سره توپيري چلند د حل لارې ومومي. ستاسو په مرسته هغوى به دې ستونزو ته رښتونې حل لارې ومومي. موږ غواړو چې تاسو هم خپل نظرونه شريک کړئ. موږ پر ټوېټر، فېسبوک او انسټاگرام موندلاى شئ. په تماسونو کې مو "#١٠٠ ښځې" وليکي

د انځور حقوق AdvocAid
Image caption بندیانې د زده کړې په ټولګي کې له ښوونکوسره

هاجا ګبلا په زندان کې د ښوونکې په توګه کار کوي، د خیریه موسسو په مرسته ښځوته زده کړه ورکوي. د میریام په شان، دا هم په ماشومتوب کې عادي ښوونځي ته نه وه تللې، خو د خیريه موسسې په مرسته یې وکولای شول بیرته ښوونځي ته لاړه شي او خپلې زدکړې پای ته ورسوي.

د زندان په اصلاحي مرکز کې مې ډیرې ښځې ولیدې چې د بې عدالتیو د ګاللو په اړه یې خپلې کیسې کولې ځکه چې د زده کړې فرصت یې نه درلود. هغوښځو چې پرخپلو اسنادو یې لاسلیک کړی و یا یې ګوته لګولې وه نه وې پوه شوې چې څه شی پرځان مني، او کومو ښځوچې ګناه پرځان منلې وه د کلماتو پر معنا نه پوهېدې. ځینې یې له دې امله بندیانې شوې وې چې د وړو پورونو د قرارداد لیکونو ځینې نامعقول شرایط یې نه و مراعات کړي ځکه چې سم ورباندې پوه شوې نه وې. او داسې نور.

په زندان کې د سواد د زده کړې د کورسونو چلولو راته دا فرصت راکړ چې پوه شم هغوی چې زده کړې ته لاسرسی لري څومره نېکبخته دي او ښوونځي ته نه تلل څنګه خلک بې ځواکه کوي.

زما لپاره له ویاړه ډکې شیبې داوې چې ښځو به کولاې شول قلم وکاروي، په لېست کې خپل نوم ومومي، د خپلې سوداګرۍ ګټه او لګښتونه حساب کړي، یا د یو کتاب له لوستلو خوند واخلي.

د انځور حقوق AdvocAid
Image caption زندان کې زده کوونکو ته د زده کړې پروگرام له بشپړولو وروسته بري لیکونه ورکول کیږي

په تیره بیا له ولولو او احساساتو ډک حالت دا و کله چې ښځې له یوه ټولګي نه بل ته لوړېدلې، تصدیق لیکونه او انعامونه یې ترلاسه کول او د بریالیتوبونو لمانځنه یې کېدله.

د اصلاحي مرکز دننه او بهر زما د کار په ترڅ کې، پوهېدم چې زه د ښځو لپاره یوه وسیله یم چې هغوی وکولای شي پر خپلو بشپړو ظرفیتونو پوه شي.

زده کړه یوه بېسارې وسیله ده چې ښځوته د فرصتونو کړکۍ پرانیزې چې هغوې وکولای شي خپل برخلیک په خپله وټاکي.

د ایجو ایډ (EducAid) خیریه موسسې په مرسته زده کړې ته زما لاسرسي راته دا فرصت راکړ چې د خپل ظرفیت په کارولوسره بدلون را منځته کړم، غواړم ډیرو نورو ځوانو ښځوسره هم مرسته وکړم چې هغوی هم پدې کارکې ونډه واخلي او په سیرالیون او نورو ځایونوکې د عدالت او مساوات په رامنځته کولوکې رول ولوبوي.

د انځور حقوق AdvocAid
Image caption خیریه موسسې بندیانو لپاره کتابونه چمتوکوي چې په اصلاحي مرکز کې د اوسېدو په وخت کې یې ولولي

له بده مرغه، پدې وروستیوکې د اېبولا ناروغۍ د خپریدو له امله د اقتصادي ستونزو رامنځته کیدو نه وروسته بشري سازمانونو ته مالي مرستې کمې شوې دي.

له دې امله، په تېرو لسو کلونوکې د لومړي ځل لپاره د سواد زده کړې کورسونه ځنډېدلي دي.

ټولې بندیانې غواړي چې دا کورسونه بیا پیل شي، د هغوی له نظره به دا یو فرصت وي چې وکولای شي له بنده د خوشې کیدو وروسته ځان ته یوه روښانه راتلونکې جوړه کړي.

اړونده مطالب