د امریکا لاس وېګاس بریدګر ولې ترهګر نه بلل کېږي؟

د انځور حقوق CBS NEWS

له هغه وروسته چې امریکا کې سټېفن پاډوک نومي یوه سړي په ډزو ۵۸ کسان ووژل او نژدې ۵۰۰ یې نور ټپیان کړل، خواله رسنیو کې اوس یو بحث پیل شوی، چې ولې بریدګر سټېفن پاډوک ترهګر نه بلل کېږي.

دغه ۶۴ کلن سړی چې د لاس ویګاس مندالې بې هوټل له ۳۲ پوړه یې د یکشنبې پر ماښام د موسیقۍ مېلې پر ګډونوالو مرمۍ واورولې، په رسنیو کې د 'ګوښی لیوه، بدمعاش، جوارګر او پخواني اکاونټنټ ' په نومونو یاد شوی دی، خو ترهګر نه دی بلل شوی.

تر اوسه څوک نه پوهېږي، چې سټېفن پاډوک ولې دغسې یو خونړی برید وکړ، له نړیوالو ترهګرو سره د هغه کوم تړاو هم نه دی معلوم شوی او د ذهني ناروغۍ په تړاو یې هم څه نه دي ویل شوي.

پر خواله رسنیو ګڼو کسانو لیکلي، چې که پاډوک مسلمان وای، سملاسي به د ترهګر نوم پورې غوټه شوې وای او له کوم ثبوت پرته به له سخت دریځو اسلامپالو سره تړاو ورکړل شوی وای.

ډېر مشهور شخصیتونه، ټلویزیوني ستوري او علمي شخصیتونه په دغه بحث کې شامل دي او دا پوښتنه کوي، چې ولې دغه سړی ترهګر و نه بلل شو.

د نواډا ایالت د قانون له مخې ترهګریز فعالیت داسې تشریح شوی:

''هره هغه کړنه چې د عام ولس د بدني ټپي کېدو یا وژلو سبب کېږي او تشدد په کې شامل وي، ترهګریز عمل دی. ''

د امریکا فدرالي قانون له مخې 'کورنی ترهګریزه کړنه ' په درېیو برخو وېشل شوې، هغه خطرناک فعل چې د انسانانو لپاره خطرناک وي او فدرالي یا ایالتي قانون تر پښو لاندې کوي، ولس یا حکومت ته ګواښ او ضرر په کې وي او دغسې کړنه په امریکا کې دننه تر سره شي.

ایف بي ای هم دغسې تشریح لري چې د ولس یا حکومت ډارولو، ګواښلو هوډ او یا نورو سیاسي او ټولنیزو هدفونو ته د رسېدو لپاره له ورته کړنو کار اخیستل په کې شامل دي.

دغه عنصر مهم بلل کېږي، چې ایا د تشدد مجرم نه یوازې دا چې پراخ ځاني زیان اړوي، بلکې ایا کوښښ کوي، چې پر حکومت یا یوې خاص ایډیالوژۍ اغېز وکړي؟

ګڼو کسانو پر خواله رسنیو د نواډا ایالتي قانون د تشریح تصویر خپور کړی دی او پوښتنه کوي، چې له څرګندې تشریح سره هم د لاس ویګاس پولیسو مشر جوزف لومباردو ولې په خبره غونډه کې د پاډوک په اړه ویلي و:

''موږ نه پوهېږو دغه مهال د هغه عقیده څه ډول وه، همدا اوس موږ په دې باور یو چې هغه یوازینی ممثل و، د 'ګوښي لیوه ' په څېر یو ممثل. ''

I thought the same thing; found this on the interwebs so I can understand better د انځور حقوق @JulianLengauer/Twitter

د دوشنبې له برید راهیسې پر خواله رسنۍ ټویټر (ګوښی لیوه) اصطلاح له ۲۰۰ زره ځله هم ډېره کاروول شوې ده. د (ترهګریز برید) اصطلاح بیا نژدې ۱۷۰ زره ځله کاروول شوې او خلکو ویلي چې د سپین پوټکو او نورو رنګونو مشکوکو کسانو تر منځ څرګند توپېر شوی دی.

پر فېسبوک هم دغه بحث زور اخیستی دی. له اندونیزیا نه مرسل لیکلي:

''هغه یې (نړیوال ترهګر) نه دی بللی؟ ښايي دا ځکه چې د هغه څېره عربانو ته ورته نه ده. ''

مسلمان امریکايي فېسبوک کاروونکي محمود العوادي د خبر اورېدو له کبله خواشیني څرګنده کړې او وايي، برید به سپین پوټکي خلک هغسې اغېزمن نه کړي، لکه د سخت دریځو اسلامپالو د بریدونو له کبله چې د ده کورنۍ اغېزمن شوي دي.

''د هر لوی برید معانا دا ده، چې زما مېرمن له خطر سره مخامخ ده، ځکه هغه ټيکری پرسروي، چې ښوونځي کې به زما پر زوی برید کېږي، ځکه هغه محمد نومېږي، چې زما څلور کلنې لور سره به تبعیضي چلند کېږي، ځکه هغه په عربي ژبه خبرې کوي، خو که ترهګر سپین پوټکی او عیسوي وي بیا نو یوازې هغه ناروغ انسان دی او هر څه سم او عادي دي. ''

د قضاوت ارزونه

بي بي سي د ترهګر یا ترهګرۍ اصطلاح کارولو لپاره څرګند لارښود لري، چې له مخې یې د ترهګر یا ترهګرۍ د تشکیل په اړه هېڅ یوه خوله والی نه شته. له همدې امله موږ د نقل قول پر مهال د 'ترهګر ' اصطلاح نه بدلوو، خو موږ خپله دغه اصطلاح نه کاروو.

د دې معانا دا نه ده، چې موږ د کومې ځانګړې کړنې ډار او حقیقت نه بیانوو، بلکې موږ باید پر دې غور وکړو، چې د ژبې استعمال څنګه د هدفي ژورنالیزم په اړه زموږ اړوند تصور اغېزمنولای شي.

سره له دې چې د رسنیو او چارواکو له لوري د پاډووک ترهګر نه بللو له کبله پر خواله رسنیو د غندنې ډېرې تبصرې شوې، خو یو شمېر کسانو بیا ځوابي تبصرې هم کړې دي.

By UGC and Social News Team, additional reporting by BBC Reality Check

اړونده مطالب

ورته مطالب