۲۰۳۰ پورې د کولرا ناروغي له منځه وړلو لپاره لومړنۍ نړیواله ژمنه

کولرا د انځور حقوق EPA
Image caption د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو په وینا دا مهال په نړۍ کې نژدې دووه میلیارده انسانان پاکې اوبه نه شي موندلای او له همدې کبله په کولرا د اخته کېدو له خطر سره هر مهال مخامخ دي.

د نړۍ له لر او بره روغتیايي ماهرین فرانسه کې د دې لپاره یو ځای شوي، چې ۲۰۳۰ کاله پورې د کولرا یا وبايي ناورغۍ له کبله د مړینې کچې تر ۹۰ سلنې پورې د راټیټولو لارې چارې ولټوي.

دغه ناروغي چې د ککړو اوبو له کبله خپرېږي، هر کال نړۍ کې تر ۱۰۰ زرو پورې انسانان وژني. دا لومړی ځل دی، چې د کولرا له منځه وړلو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان، خیریه ټولنې او حکومتونه په ګډه سره ژمنې کوي.

دغه غونډه داسې مهال کېدونکې ده، چې یمن دا مهال په د کولرا له خورا لوی بحرانه تېرېږي. یمن کې دغه وبايي ناروغي د پاکۍ او صفايي نشتوالي او څښاک اوبو د ککړتیا له کبله په چټکۍ خپره شوې ده.

دغه هېواد کې ۷۷۰ زره کسان له دغې ناورغۍ اغېزمن شوي دي، چې په اسانۍ یې درملنه کېدای شي.

تر اوسه یمن کې کولرا تر ۲۰۰۰ پورې کسان وژلي دي، چې ډېر یې ماشومان دي. دغه ناروغي پر وایبریو کولرا 'Vibrio cholera ' نومي بېکټریا د اوبو او خوړو د ککړتیا له کبله د انسان بدن ته داخلیږي او د نس ناستې لامل کېږي، چې ناپاک چاپیریال کې په خورا چټکۍ سره خپرېږي.

ملګري ملتونه: يمن له تر ټولو بدې کولرا خپرېدو سره مخ دی

عراق کې د کولرا له امله ۱۸۰۰ کسان مړه شوي دي

په هايټي کې کولرا ۲۲۰ کسان مړه کړي

د مالګي او ریهایډرېشن یا بدن کې د اوبو پوره کولو له لارې د دغې ناورغۍ درملنه هم اسانه ده او که خلک پاکو څښاک اوبو او تشنابونو اسانتیاوو ته لاسرسی ولري مخنیوی یې هم کېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو په وینا دا مهال په نړۍ کې نژدې دووه میلیارده انسانان پاکې اوبه نه شي موندلای او له همدې کبله په کولرا د اخته کېدو له خطر سره هر مهال مخامخ دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین وايي که خلکو ته پاکې اوبه چمتو شي، د کولرا خپرېدو مخنیوی کېدای شي

د ملګرو ملتونو روغتیايي سازمان وايي د درملنې کمزوري نظامونه او په لومړي سر کې د وبا خپرېدو نه مخنیوی هم د دې سبب کېږي، چې ناروغي په ډېره چټکۍ خپره شي. د روغتیا نړیوال سازمان د کولرا کنترول څانګې مشر ډاکټر دومینیق لیګروس بي بي سي ته وویل:

''موږ هر کال په پراخه کچه د دغې وبا خپرېدو لیدو توان نه لرو، موږ یې د کنترول وسایل لرو او باید استعمال یې کړو.

که خلکو ته پاکې اوبه ورسول شي او د ککړو اوبو د وتلو امکانات چمتو شي د کولرا خپرېدو مخنیوی شونی دی ''

کولرا د بیوزله خلکو ناروغي بلل کېږي او د پنجشنبې ورځې په غونډه کې د نغدو پېسو ورکولو ژمنو ته تمه نه کېږي.

ورته مطالب