''امریکایان هڅه کوي په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان واچوي''

نفیس ذکریا د انځور حقوق Getty Images
Image caption نفیس ذکریا د ښاغلي ډنفورډ څرګندونې (بې بنسټه) بللې او ویلي یې دي، چې پاکستان له هر راز تبعیض پرته د ترهګرو خلاف فعالیت کړی دی

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د امریکايي جنرال جوزیف ډنفورډ هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې و، د پاکستان استخباراتي اداره له اورپکو وسله والو ډلو سره اړیکي لري او دا چې د ترهګر په پاکستان کې پټنځایونه لري.

وړمه ورځ د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس او د امریکايي پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ پر افغانستان د یرغل د شپاړسمې کلیزې په درشل کې کانګرس ته ورغوښتل شوي وو.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزیف ډنفورډ کانګریس ته ویلي و، شک نه لرم چې د پاکستان استخباراتي اداره ایس ای له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري:

"دا ما ته ډېره جوته ده چې ای ایس ای یې له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري، په تېرو څو کلونو کې موږ له پاکستان سره له دوه اړخیزو لارو هڅه کوله چې ددغه هېواد چلند بدل کړو، خو پاکستان کې باید ډېر شیان بدل شي ''

د دوشنبې پر ورځ د پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه هېواد د بهرنیو چاروړ وزارت ویاند نفیس ذکریا له قوله لیکلي، چې په اونیزه خبري غونډه کې یې وویل:

''د امریکا حکومت او پوځ په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ لپاره پاکستان نه شي پلمه کولای. ''

ښاغلي ذکریا زیاته کړه، پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو خلاف غوڅ او پرېکنده عملیات کړي دي.

نوموړي د ښاغلي ډنفورډ څرګندونې 'بې بنسټه ' بللې او ویلي یې دي، چې پاکستان له هر راز تبعیض پرته د ترهګرو خلاف فعالیت کړی دی:

''امریکایان هڅه کوي، په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان واچوي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مریکايي چارواکي تل په دا ډول خبرو کې له احتیاطه کار اخلي، خو دا ځل یې په ډاګه د پاکستان څارګره اداره له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په لرلو تورنه کړه.

ښاغلي ذکریا ویلي د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د چهارشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر رېکس ټېلرسن سره د سیمې امنیت په تړاو خبرې کړې دي او د خپل سفر بهیر کې به د ملي امنیت له سلاکار جنرال مکماسټر سره هم وویني.

د پاکستان ای ایس ای له "ترهګرو ډلو سره اړيکي لري"

امریکا د پاکستان حکومت پر راتلونکي اندېښنه ښودلې

امریکا: افغان سوله کې د پاکستان رول خورا مهم دی

بل لور ته د پاکستان پارلمان کې هغه مهال یو شمېر غړو احتجاج وکړ، چې یوه فدرالي وزیر وویل د استخباراتي ادارو له لوري د پارلمان پر ۳۷ غړو له سخت دریځو ډلو سره د اړیکو تور پورې شوی دی.

د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان ملي شورا غونډې پر مهال د صوبايي همغږۍ فدرالي وزیر ریاض حسین پیرزاده دغه لیست پارلمان ته یو سپکاوی وباله او د احتجاج په توګه له غونډې بهر ته ووت.

د بي بي سي خبریال شهزاد ملک د ښاغلي پیرزاده له قوله وايي، چې د استخباراتي ادارې له لوري په دې اړه پیمرا ته استولی لیک بسنه نه کوي، بلکې باید معلومه شي، چې دغه لیست چا خپور کړی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان پارلمان یو شمېر غړو احتجاج کړی

له نوموړي سره د واکمن ګوند اړوند د سویلي پنجاب یو شمېر پارلمان غړي هم له غونډې ووتل.

ویل کېږي دغه نوملړ کې چې ادعا یې کېږي ډېری نومونه د پارلمان د هغو غړو دي، چې د سویلي پنجاب د بېلا بېلو سیمو استازیتوب کوي.

استخباراتي ادارې (اڼتليجنس بیورو) د سخت دریځو ډلو او پارلمان غړو تر منځ د اړیکو اړوند نوملړ په اړه بې خبرې څرګنده کړې ده.