خواجه اصف: پاکستان پر طالبانو پخوانی کنټرول نه لري

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان پر خاوره د اختر محمد منصور وژل کېدو د اسلام اباد او طالبانو اړیکي خړ پړ کړل

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان طالبانو او د پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف څرګندونې راخیستي دي.

نوموړي تېره ورځ ویلي، پاکستان اوس د افغان طالبانو په لیکو کې هغومره نفوذ یا پر دې ډلې هغسې کنترول نه لري لکه پخوا یې چې درلود.

خواجه اصف د دې نفوذ د کمېدو لامل هم په ګوته کوي او وایي، وروسته له هغې چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور د پاکستان پر خاوره د امریکا یوې ډرون الوتکې وواژه، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې بې خونده شوې.

دی زیاته کړې چې هېواد یې په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي او د امریکا له مرستې پرته یې پر خپله خاوره د ترهګرو ځالې له منځه وړي دي.

نیویارک ټایمز وایي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له امریکا څخه هم ګېله وکړه چې پاکستان سره یې خپلې مالي او پوځي مرستې کمې کړې دي او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پړه باید پر پاکستان ور وانه چول شي.

ټېلېګراف:

د برېتانیا ټېلېګراف ورځپاڼه لیکي، امریکا غواړي برېتانیا دې ته چمتو کړي چې یو ځل بیا افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ډېر کړي.

د ورځپاڼې په وینا، واشنګټن په دې باور دی چې برتانیا یوازې په خوله، د سویلي اسیا او افغانستان لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې تګلارې ملاتړ کړی او په عملي توګه په دې برخه کې ډېر څه کولو ته لېواله نه ده.

د ناټو لپاره د امریکا استازي ویلي، امریکا د ناټو له غړو هېوادونو تمه لري چې په افغانستان کې د روانې جګړې په ګټلو کې خپله ونډه ترسره کړي او له برتانیا غواړي چې د خپلو روزونکو او پوځي مشاورینو شمېر دې ۶۰۰ تنو ته ورسوي.

برتانیا وړاندیز کړی چې د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې په ملاتړ به ۸۵ روزونکي او ماهرین افغانستان ته لېږي.

خو ټېلېګراف ورځپاڼه وایي، واشنګټن په دې شمېر خوښ نه دی او یو شمېر جګپوړو امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې لندن ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې دا موضوع را پورته کړې ده.

ورځپاڼه د یوه برتانوي چارواکي له قوله لیکي، د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس برتانوي چارواکو ته ویلي، با ثباته افغانستان هم هغومره د برېتانیا په ګټه دی لکه د امریکا.

هندوستان ټایمز

او د هندوستان ټایمز ورځپاڼې هم پر یوه بله موضوع د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف څرګندونې راخیستي دي.

نوموړي تېره ورځ په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د سولې په انسټیټیوټ کې خبرې کولې.

ده وویل، که د هند لخوا د پاکستان پر اتومي وسلو یا تنسباتو برید کېږي نو څوک دې له پاکستانه د زغم تمه نه کوي او اسلام اباد به هم ځوابي برید کوي.

ورځپاڼه لیکي چې خواجه اصف دا خبره په اصل کې د هند د هوایي ځواکونو د مشر د څرګندونو په ځواب کې وکړه. هندي مارشال "بي اېس دهنوا" څو ورځې وړانډې ویلي وو، هند کولی شي په پاکستان کې د ننه د دې هېواد پوځي تنسیبات په نښه او له منځه یې یوسي.

خواجه اصف په خپلو خبرو کې پر هند تور ولګاوه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي، په سیمه کې پر ګاونډیانو تېری کوي او نه غواړي چې پاکستان دې له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري.

ده زیاته کړه چې پاکستان ان له هند سره هم سوله غواړي او په همدې موخه پخواني وزیر نواز شریف په ۲۰۱۴ کال کې هند ته سفر هم وکړ، خو د هند لخوا مثبت ځواب ورنه کړل شو.

ورته مطالب