د سولې نوبل جایزه د اتومي وسلو ضد بنسټ وګټله

. د انځور حقوق Reuters
Image caption باتریس فین، د اتومي وسلو د مخنیوي بنسټ اجرایوي مشره

د ۲۰۱۷ کال د سولې نوبل جایزه د اتومي وسلو د له منځه وړلو یوه کمپاین کوونکي بنسټ ګټلې ده.

دغه نړیوال بنسټ ایکن (Ican) نومېږي، په ۲۰۰۷ کال کې رامنځته شوی، دمګړۍ ټولټال ۴۶۰ غړي لري چې د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو اړوند دي.

د نوبل جایزې کمېټې مشره، بیرېټ رایس انډرسن وايي، (ICAN) بنسټ یې ځکه د سږ کال د نوبل جایزې لپاره وړ وباله چې په خبره یې، د اتومي وسلو د منع تړون د رامنځته کېدو لپاره یې ډله ییزې هڅې کړې دي.

نوموړې د شمالي کوریا د اتومي وسلو کړکېچ ته په اشارې وویل:

" موږ په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو چې تر پخوا پکې د اتومی وسلو خطر ورځ تر بلې زیاتېږي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نوبل جایزې د غوراوي کمېټې مشره بیرېټ رایس انډرسن

د اتومي وسلو د له منځه تګ نړيوال کمپاین ویلي، دوی ته د دې جایزې ورکړه ولسمشر ډونالډ ټرامپ او شمالي کوریا ته دا پیغام ورکوي چې د اتومي وسلو لرل او د هغو پر کارولو د ګواښونو کول ناقانونه چارې دي.

له ۱۹۰۱ - ۲۰۱۵ پورې ټولټال ۹۶ د نوبل جایزې ور کړل شوي دي چې په ډله کې یې پښتنه ملاله یوسفزۍ تر ټولو کم عمر لرونکې نوبل جایزه ګټونکې ده.

نوموړې په ۲۰۱۴ کال کې چې ۱۷ کلنه وه یاده جایزه تر لاسه کړه.

د نوبل د سولې جایزه هر کال د اکټوبر میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې اعلانېږي.

د نوبل ګټونکې څنګه غوره کېږي؟

هغه کسان چې د نوبل جایزې ته احتمالي ګټونکې ور پېژندلی شي، لکه د ولسي جرګې غړي او د پوهنتونونو استادان، نو اړ دي د خپلې خوښې وړ کاندید هر کال په فبرورۍ میاشت کې د نوبل جایزې کمېټې ته ور وپېژني.

د نوبل جایزې د کمېټې غړي هم واک لري د خپلې خوښې وړ نوماندان د جایزې تر لاسه کولو لپاره غوره کړي.

د نوبل جایزې کمېټه چې پنځه غړي یې د ناورې له ولسي جرګې رایې اخلي، د نوماندانو نوملړ ارزوي او له منځه یې له شلو تر دېرشو نوماندان غوره کوي.

د ناوریژي او نړیوالو مشاورانو ډله د وروستي نوملړ په اړه خپل راپورونه وړاندې کوي.

د کمېټې غړي دغو راپورونو او نورو سندونو ته په کتو د نوماندانو نوملړ څو کسانو ته کموي.

د نوبل جایزې د ګټونکي په اړه په وروستۍ ناسته کې پرېکړه کېږي چې معمولا د سپټمبر په وروستیو یا د اکټوبر په لومړیو کې تر سره کېږي.

که د کمېټې غړي په یوه مشخص کټونکي هوکړې ته ونه رسېږي نو هر هغه نوماند چې دکمېټې د غړو ډېرې رایې تر لاسه کړي، د جایزې ګټونکی اعلانېږي.

تېرکال د سولې جایزه د کولمبیا ولسمشر خوان مانویل سانتوس ته ور کړل شوه.

نوموړی پخپله ولسمشریزه دوره کې وتوانېد چې د کولمبیا له وسله والو مخالفانو سره سوله وکړي او په دغه هېواد کې د ۵۰ کلونو کورنۍ جګړه چې له امله یې زرګونه انسانان وژل شوي وو، پای ته ورسوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب