"د ټرمپ ستراتېژۍ ارزونې لپاره به پر حکومت د لویې جرګې رابللو غږ وکړم"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
حامد کرزى وايي د امريکا نوې تگلاره د سيمې په خلاف توطيه ده

د افغانستان پخوانى ولسمشر حامد کرزى وايي په راتلونکو څو ورځو کې به پر افغان حکومت غږ وکړي چې د امريکا نوې ستراتېژۍ ارزونې لپاره لويه جرگه را وبولي او د افغانانو پرېکړې پر بنسټ اقدام وکړي.

ښاغلي کرزي وويل، اړتيا ده افغان ولس د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتېژۍ تحليل، منلو او يا په کې بدلون راوستو لپاره خپلې دوديزې لارې وکاروي.

ښاغلي کرزي چې بي بي سي سره په يوه ځانگړې مرکه کې دا څرگندونې کولې وويل، د امريکا نوې تگلاره د سيمې په خلاف ده " زه د امريکا د ستراتېژۍ مخالف يم ځکه په دې کې افغانستان او سيمې لپاره د سولې پيغام نشته.

له سوله ييزې لارې د حالاتو کرارولو خبره نه کوي بلکې په کې دغې سيمې لپاره د وينې بهېدنې او جنگ جگړې پيغام پروت دى."

خو ولسمشر غني په امريکا کې له ډونلډ ټرمپ سره په خپله وروستۍ کتنه کې نوې تگلاره وستايله او وې ويل چې له اعلانېدو راهيسې يې په حالاتو کې سمون تر سترگو شوى.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلى کرزى وايي، هڅه کوي افغانان د بهرنيو په گټو له کارېدو وژغوري او افغانستان ته سوله راولي.

د حامد کرزي په وينا افغانستان يو مهال د سيمې هېوادونو او امريکا د تفاهم ټکى و، خو اوس امريکا سيمه کې نور اهداف لري او دى نه غواړي چې افغانستان د امريکا موخو لپاره وکارول شي.

ښاغلي کرزي د لويې جرگې د رابللو موخې داسې په گوته کوي:

" افغانان د نوې تگلارې گټه او تاوان بايد په خپله وسنجوي، او گاونډيو هېوادونو ته په يوۀ خوله دا ډاډ ورکړي چې افغانستان به هېڅکله د نورو په خلاف و نه کارول شي."

خو هغه ټينگار کوي چې جرگه کې به د حث موضوع حکومت او يا د حکومت کړنې نه بلکې يوازې او يوازې د افغانستان لويې ملي مسلې وي، چې د اوسني حکومت په مشرۍ کې به ورته حل لارې موندل کېږي.

ولسمشر غني وايي "د ځمکې پرمخ تر ټولو سخته دنده" مخته وړي

غني: د پاکستان له دولت سره د خبرو له لارې د سولې تعقیبوونکي یو

ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

حامد کرزى وايي د امريکا نوې تگلاره د سيمې په خلاف توطيه ده او زياتوي "امريکا کې حکومتونه د يوه بل دوام دي او د دغه هېواد تگلارې د سياست يوې مرکزي دستگاه له لوري ټاکل کېږي. حکومتونه ځي راځي خو سياستونه د همدې دستگاه تحليل له مخې پر مخ ځي"

د نوموړي په وينا د امريکا نورو ولسمشرانو او چارواکو هم په پاکستان کې د اورپکو د پټنځيو خبره کوله، خو اقدام يې نه کاوه او د ډونلډ ټرمپ تگلاره سيمې لپاره د امريکا د عمومي تگلارې بل پړاو دى.

ښاغلي کرزي د امريکا له پخواني مرستيال ولسمشر "جو بايدن" سره د خپل يوۀ بحث بېلگه راوړه او وې ويل، ښاغلي بايډن چې هغه مهال سناتور و د خبرو له توندېدو وروسته راته وويل "پاکستان تر افغانستان ٥٠ وارې موږ ته مهم دى او پر وړاندې به يې اقدام ونه شي."

د ډېورند کرښه او پاکستان سره ملگرتيا

ښاغلى کرزى وړانديز کوي چې افغانستان او پاکستان بايد د نويو متمدنو اړيکو لپاره پر يوۀ نوي ميکانيزم کار وکړي، خو ټينگار کوي چې د افغانستان تاريخي غوښتنې بايد تر پښولاندې نه شي.

ولسمشر کرزي وويل "موږ د ډېورنډ کرښه نه منو، خو دا په دې مانا نه ده چې پاکستان سره ملگرتيا هم نه غواړو."

ښاغلي کرزي د فرانسې او جرمني ترمنځ راشې درشې ته اشاره وکړه چې په وينا يې د دواړو هېوادونو ترمنځ جگړه شوې خو بيا هم سره ښه اړيکي پالي.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال وار وار دا خبره کوله چې د اورپکو پټنځي په پاکستان کې دي او پاکستان يې د ځپلو نيت نه لري.

ښاغلى کرزى دا مني چې پاکستان سره يې خبرو اترو پايلې نه درلودې او وايي پاکستاني چارواکو د ده په وينا "د امريکا په لمسون او د خپلو ناسمو موخو له امله" تېروتنې وکړې چې اوس يې پايلې گوري، خو ټينگار يې بيا دا دى چې پاکستان سره بايد خبرې وشي او ورته وويل شي چې "افغانستان ستا پر وړاندې ورته چلند نه کوي."

طالبانو سره سوله

له سولې سره په تړاو ولسمشر کرزى وايي:

" په خواشينۍ سره په داسې يو ولس بدل شوي يو چې موږ هر يو په خپل وار د پرديو گټو لپاره کارېږو."

نوموړي زياتوي، هڅه کوي افغانان د بهرنيو په گټو له کارېدو وژغوري او افغانستان ته سوله راولي.

هغه ومنله چې طالبانو يې د سولې پيغام ته مثبت ځواب نه دى ويلى، خو د سولې هڅو د دوام لپاره يې استدلال دا دى، هغه تېروتنه بايد تکرار نه شي چې د مجاهدينو او خلقيانو - پرچميانو ترمنځ د جگړې پر مهال وشوه.

نوموړى زياتوي:

" هغه وخت هم همدا خبره وه، يوي غاړې د شوروي لپاره جگړه کوله او بلې د امريکا لپاره. هغه وخت موږ نه پوهېدو، خو اوس پوهېږو."

د افغانستان د پوځ دغه پخوانى اعلى سر قومندان وايي افغانان بايد په دې پوه شي چې ورور وژنه کوي، د بهرنيانو په گټه کارېږي، نو له دې حالته بايد ځان وباسي.