کومې رسنۍ سخت دریځي خپروي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کومې رسنۍ سخت دریځي خپروي؟

سږنی کال مانچسټر او لندن کې د ترهګرو بريدونو يوې څپې بريتانيا ولړزوله چې ورسره یې بريتانوۍ ټولنه کې د ځوان کول ترمنځ د توندلارۍ په اړه ژورې اندېښنې راپورته کړې.

لومړۍ وزيرې ټېرېزا مې ورسره غوښتنه وکړه، چې له انټرنېټ او ټولنيزو رسنيو دې د توندلارۍ پيغامونه لرې کولو کې بيړني ګامونه پورته شي. خو پوښتنه دا ده چې ډيجيټل نړۍ يوازينی داسې ځای دی چې د ترهګرۍ نظرونه په کې خپرېږي؟

بي بي سي د اردو ژبې ورځپاڼو کې، چې د بريتانيا لروبر کې پلورل کېږي، کرکجنې ويناوې، د فرقه پالنې او د توندلارو د ملاتړ ليکنې موندلې دي.