واشنګټن سعودي ته د بالستیک توغندي ضد سیستم ورکوي

تاد په نړۍ کې د بالستیک توغندیو ضد له پرمختللو سیستمونو ګڼل کېږي د انځور حقوق Reuters
Image caption تاد په نړۍ کې د بالستیک توغندیو ضد له پرمختللو سیستمونو ګڼل کېږي

د امریکا حکومت سعودي عربستان ته د بالستیک توغندیو ضد "تاد" سیستم په ورکولو هوکړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، سعودي عربستان به ددغه سیستم په مقابل کې واشنګټن ته ۱۵ میلیارد ډالر ورکوي. ددغه سیستم نصبولو هدف د امریکا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د ګټو خوندیتوب ښودل شوی.

وزارت وايي، په دې معاملې سره به د ایران د ګواښونو پروړاندې د سعودي عربستان او نورو خلیجي هېوادونو او سیمې امنیت هم پیاوړی شي.

دا اعلان له روسیې نه د سعودي له خوا د هوايي دفاع د سیستم تر اخیستو ایله یوه ورځ وروسته شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) د دفاعي امنیتي همکارۍ بنسټ ویلي، دا معامله به په سیمه کې د پوځي انډول ساتلو په زیان نه وي.

وړاندې "تاد" دفاعي سیستم په سوېلي کوریا کې د ګاونډۍ شمالي کوریا د ممکنه توغندیزو بریدونو پروړاندې هم لګول شوی و.

خو د سوېلي کوریا ډېری اوسېدونکو له دې وېرې ددغه سیستم پر نصبولو نیوکه وکړه، چې ګني دا کار په لوی لاس د دوی سیمې د پیونګ یانګ د بریدونو موخه ګرځوي او ورڅېرمه وګړي له خطر سره مخامخوي.

کیم جونګ اون: د امریکا خاوره مو د توغندي تر سیوري لاندې ده

امریکا د توغندیو ضد سیستم پیاوړی کوي

بیجینګ هم ددغه سیستم له نصبولو سره مخالفت ښودلی و، چې په وینا یې په سیمه کې امنیتي انډول له خطر سره مخامخوي.

د توغندیو دغه دفاعي سیستم لوکهید مارټن شرکت جوړ کړی، چې د ځمکې له هوايي پوښ لوړې ارتفاع نه راتلونکي توغندي شنډولی شي.

ددغه سیستم بله ځانګړتیا دا ده چې داتومي سروکي لرونکو توغندیو مخه هم نیولای شي.

ورته مطالب