واشنګټن د "سولې هوکړې تر موقع" وړاندې قدس ته سفارت نه لېږدوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره میاشت نیویارک کې له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره وکتل د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره میاشت نیویارک کې له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره وکتل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، قدس ته د امریکا د سفارت تر لېږدولو وړاندې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسېدو د یوه فرصت هیله لري.

نوموړي له ټي بي اېن تلوېزیون سره مرکه کې ویلي: "غواړم قدس ته د سفارت له لېږدولو وړاندې د سولې د فرصت رامنځ ته کېدو موقع ورکړم".

فلسطیني چارواکو له تل ابیب نه قدس ته د سفارت پر لېږدولو نیوکه کړې او دا وړاندیز له سختو مخالفتونو سره مخامخ شوی.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې "په دې تړاو به ډېر ژر پرېکړه" وکړي، ځکه چې په وینا یې "لومړی باید سولې ته لاره هواره شي."

سولې ته د رسېدو لومړیتوب د ټرمپ د هغو مهمو دوسیو له ډلې ده چې خپل ۳۶ کلن زوم جارید کوشنر یې ورته ګومارلی و.

ټرمپ منځني ختیځ کې د سولې "لوی" هوکړه لیک لاسلیکولو ژمنه کړې

د بهرنیو هېوادونو سفارتونه دا مهال تل ابیب کې دي.

اسرائیلو په ۱۹۶۷ لوېدیځ قدس او لوېدیځه تراډه ونیوه او په هغه ګام کې ختیځ قدس هم ورسره یوځای کړ چې نړیوالې ټولنې پرې اعتراف ونه کړ.

فلسطینیان هیله لري چې د راتلونکي دولت پلازمېنه یې ختیځ قدس وي، خو اسرائیل بیا ټینګار لري چې قدس د دوی تلپاتې پلازمېنه ده.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د امریکا سفارت تل ابيب که بيت المقدس کې

د امریکا کانمګرس په ۱۹۹۵ کال بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدولو د امر قانون تصویب کړ، خو دا مصوبه وروسته د امریکا لپاره د لوړو ډيپلوماتیکو لګښتونو له کبله ګرانه تمامه شوه او د واشنګټن عربي ملګرو پرې سخت غبرګون وښود، همدا وو چې پاتې شوه.

ورته مطالب