"پاکستان خپله خاوره کې د حقاني شبکې پرضد امریکا ته د ګډو عملیاتو وړاندیز کړی"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف

څو پاکستانۍ ورځپاڼې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف په حواله لیکي چې پاکستان امریکا ته په خپله خاوره کې د حقانې شبکې پر وړاندې د ګډو عملیاتو وړاندیز کړی.

له دې ډلې پاکستان ټوډې لیکي چې ښاغلي اصف په یوه مرکه کې ویلي پاکستان امریکايي لوري ته وړاندیز کړی چې په پاکستان کې د حقاني شبکې د مرکزونو په اړه له معلوماتو سره یو ځای دې پاکستان ته راشي او که د پاکستان په خاوره کې د دغې ډلې هر ډول فعالیت یې تر سترګو شو نو پاکستاني ځواکونه به له امریکايي هغو سره د دغو فعالیتونو د ختمولو لپاره ګډ عملیات وکړي.

ښاغلي اصف ویلي که امریکا پر پاکستان فشار زیات کړي او په وار وار ورڅخه غوښتنه وکړي چې د ترهګرو ډلو په وړاندې لا ډیر کوټلي ګامونه پورته کړي نو د پاکستان ملګري هېوادونه روسیه ، چین ، ایران او ترکیه به د پاکستان په خوا کې ودریږي.

نیوز ویک:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ د معلوماتو له مخې په تېرو اوه کلونو کې د وسلوالو پرضد په یوه میاشت کې تر ټولو ډېر بریدونه تېر سپټمبر شوي دي.

امریکایۍ مجله نیوز ویک لیکي چې امریکايي ځواکونو په تېره سپتمبر میاشت کې د طالبانو او داعش ډلې پر وسله والو ۷۵۱ هوايي بریدونه کړي دي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، دا د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ د معلوماتو له مخې په تېرو اوه کلونو کې په یوه میاشت کې تر ټولو ډېر بریدونه دي.

نیوز ویک زیاتوي په سپتمبر میاشت کې هوايي بریدونه د تېرې اګست میاشتې پرتله پنځوس سلنه زیات شوي.

د چارواکو په وینا دا بدلون د سویلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا د نوېې کړنلارې له مخې رامنځته شوی چې په تعرضي بڼه د وسله والو د په نښه کولو سپارښتنه کوي.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خان عباسي ځینې څرګندونو ته کتنه کړې ده.

هغه ویلي وو په افغانستان کې هند ته د هر ډول رول ورکولو سره مخالف دی، ځکه دا رول د پاکستان په زیان دی.

خو ورځپاڼه وايي هند له افغانستان سره ستراتیژیکه ملګرتیا لري او په دغه هېواد کې د دوه میلیاردو ډالرو په لګښت لویې پروژې پلي کوي.

هندوستان ټایمز د ښاغلي عباسي هغه خبره هم را اخستې چې وايي دا سمه ده چې د پاکستان پوځ امریکايي وسلې او تجهیزات لري، خو د دې ترڅنګ چینايي او اروپايي تجهیزات هم لري.

د هغه په خبره،په دې وروستیو کې پاکستان له روسیې جنګي الوتکې هم تر لاسه کړې دي، نو ځکه اوس د وسلو د رانیولو لپاره امریکا ته اړتیا نه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان لومړی وزیر

الشرق الاوسط:

له لندن خپریدونکې ورځپاڼه الشرق الاوسط لیکي مصري لرغونپوه زاهي حواس او د دغه هېواد د لرغونو اثارو پخواني وزیر هغه اټکلونه رد کړل چې ګواکې د ابوالهول د مجسمې لاندې یو لرغونی ښارګوټی پټ پاتې دی.

دا اټکل دوو برتانوي تاریخپوهانو په خپل نوي کتاب کې کړی او ادعا یې کړې چې د دغې مجسمې لاندې خونې او دهلیزونه دي.

د ابو الهول مجسمه چې سر یې د انسان او جسم یې د زمري دی تر اوسه له تېږې جوړه تر ټولو لویه پېژندل شوې مجسمه ده چې پنځه اویا نیم متره اوږده ده او ۱۹ اعشاریه درې متره یې سور دی او لوړ والی یې شل متره دی.

دا مجسمه پر ځمکه د یوه ناست زمري په بڼه جوړه شوې ده.

ښاغلي حواس ویلي ده په خپلو هغو کیندنو کې برخه لرله چې شل متره له ځمکې لاندې شوې دي او د دا ډول نورو لرغونو خونو او اثارو کومه نښه یې نه ده لیدلې.