ګوګل: روسي اعلانونه له امریکايي ټاکنو سره تړاو لري

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګوګل وايي، د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په تړاو څېړنو سره مرسته کوي.

د رسنیو د رپوټ له مخې ګوګل وايي داسې شواهد یې موندلي چې ښيي روسي جاسوسانو د امریکا د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو د بدلولو لپاره پر اعلانونو په لسګونو زره ډالر لګولي دي.

امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د ځینو سرچینو په حواله ویلي چې د ګوګل اړوند د یوټیوب او جيمېل له لارې دغه اعلانونه خپاره شوي دي او هدف یې د ناسمو معلوماتو خپرول و.

سرچینو ویلي اعلانونه داسې نه ښکاري چې د کریملین اړوند ادارو له خوا دې خپاره شوي وي.

* که ټرمپ ولسمشر شي څه به پېښ شي؟

* د امریکا ولسمشریزې ټاکنې څنګه ترسره کېږي؟

ګوګل ویلي په دې برخه کې شوې څېړنه یې د دې لپاره کړې چې معلومه کړي د دوی له شبکې څه ډول ناسمه ګټه پورته شوې ده .

د امریکا استخباراتي ادارو څو میاشتې وړاندې ویلي و روسیې هڅه کوله چې د تېر کال ټاکنې د ډونلډ ټرمپ په ګټه را وڅرخوي.

خو روسیې دغه ډول ادعاوې په کلکه رد کړې او ښاغلي ټرمپ هم له کریملین سره د هر راز جوړجاړي امکان په کلکه رد کړی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ دا نه مني چې روسیې د ده په ګټه په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.

د ښاغلي ټرمپ په ګټه د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاسوهنې موضوع، پر همدې ځای پای ته نه رسیږي او شونې ده چې د امریکا د کانګرېس او عدلیې وزارت د روانو څېړنو پایلې دغې موضوع ته بل رنګ ور کړي.

ګوګل ته نږدې سرچینو ویلي دغې کمپنۍ د هغو اعلانونو په اړه څېړنې کړې چې ۷۶ زره ډالر پرې لګول شوي دي.

* روسیې د امريکا ټاکنو کې لاسوهنه کړې؟

* د امریکا ولسي جرګې پر روسیه د نويو بندیزونو ملاتړ وکړ

د ګوګل شرکت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د اعلانونو په برخه کې سخته کړنلاره لري او د سیاست، توکم او دین پر بنسټ خپریدونکو اعلانونو په اړه یې ځینې محدودیتونه وضع کړي دي.

وینا پاڼه زیاتوي په دې برخه کې پراخه څېړنې کوي چې معلومه کړي د دوی له سیستمه په څه ډول ناسمه ګټه پورته شوې ده.

ګوګل په دې برخه کې له کېدونکو څېړنو سره هم د ګډ کار ژمنه کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فیسبوک مشر هم له امریکايي پلټونکو سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په تېره سپتمبر میاشت کې فیسبوک ویلي و د همدې پاڼې له لارې یې د روسیې په مالي ملاتړ د داسې یوه کمپاین څرک لګولی چې په سیاسي او ټولنیز ډګر کې یې ویش ته لمن وهله.

فیسبوک ویلي و پر درې زره اعلانونو سل زره ډالر لګول شوي او د دغو اعلانونو لړۍ د روان کال تر مۍ میاشتې دوام درلود.

د فیسبوک بنسټګر زوکربرګ ویلي و دغه معلومات به له امریکايي څېړونکو سره شریک کړي.