د طالبانو تر برید ۵ کاله وروسته ملالې د پوهنتون درس پیل کړی

ملاله د انځور حقوق Reuters
Image caption ملاله په ۲۰۱۲ کال له ښوونځي نه کور ته پر لاره د اورپکو تر برید لاندې راغله. هغې به د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې د ژوند په اړه په مستعار نامه لیکنې کولې.

ګڼ کسان تر پوهنتوني درسونو پورې ډېرې لوړې او ژورې ګالي، خو د ملالې یوسفزۍ په څېر ډېر کم کسان بیا دا اوږد سفر لنډوي.

نن (اکتوبر لسمه) په نړیواله کچه د زدکړې مشهورې کمپاین کوونکې ملالې یوسفزۍ پر خپل ټویټر اکسفورډ پوهنتون کې د لومړي درس یو انځور خپور کړی.

ټیک پنځه کاله وړاندې پاکستان کې اورپکو پر ملالې یوسفزۍ برید وکړ او د هغې سر یې سخت ټپي کړ.

د سولې نوبل جایزې ۲۰ کلنه ګټونکې په تېره اګسټ میاشت کې لېډي مارګرېټ هال کالج کې د فلسفې، سیاست او اقتصاد درسونه پیل کړل.

ملاله په ۲۰۱۲ کال له ښوونځي نه کور ته پر لاره د اورپکو تر برید لاندې راغله. هغې به د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې د ژوند په اړه په مستعار نامه لیکنې کولې.

ملاله یوسفزۍ د ولسمشرغني په بلنه افغانستان ته ځي

ملاله یوسفزۍ: نړیواله ټولنه دې روهینګیا مسلمانان وژغوري

ملاله یوسفزۍ د اکسفورډ پوهنتون محصله شوه

ملالې پر ټویټر لیکلي: پنځه کاله وړاندې، د نجونو د تعلیم غږ پورته کولو د درولو په هڅه پر ما برید وشو. نن، ما اکسفورډ پوهنتون کې خپل لومړی سبق پیل کړ."

نوموړې په تېر جولای کې د ښوونځي تر ختمولو وروسته دغه پوهنتون کې شامله شوه.

په څو دقیقو کې د هغې دا انځور تر ۱۰۰۰۰ ډېر ځلې شریک شوی او د نړۍ له لروبره هغې ته د ښو چارو هیله شوې ده.

یوې ټویټر کاروونکې لیکلي: "ښې چارې. تاسو هرې نجلۍ ته یو ښه الهام یاست".

یوه بل کاروونکي لیکلي: "مبارک مو شه ملالې. تاسو په دې نړۍ کې ښځو او موږ ټولو ته د هیلې الهام یاست. له پوهنتون مو خوند واخلئ".

ملاله د مرګونو ټپونو له رغېدا وروسته له خپلې کورنۍ سره د بریتانیا برمینګهام ته ولېږدېده.

ملالې یوسفزۍ ته په ۲۰۱‍۷ کال د ملګرو ملتونو د سولې ترټولو ځوانې سفیرې لقب ورکړل شو.

ورته مطالب