هندي پوځ جنسبدله افسره له دندې شړلې

د انځور حقوق HINDUSTAN TIMES
Image caption سابي چې پخوا مانیش ګیري نومېده وايي، پوځي محکمه کې به استناف غوښتنه وکړي.

هند کې د سمندري پوځ هغه افسره له دندې شړل شوې، چې د جنسیت بدلون لپاره یې جراحي عملیات کړي دي. د هند سمندري پوځ یوه اعلامیه کې ویل شوي دي د دوی 'د جنسیت اړوند اصول او ضوابط دغه افسر ته پر دندې د پاتې کېدو اجازه نه ورکوي. ' سبي چې پخوا مانیش ګیري نومېده وايي، پوځي محکمه کې به استیناف غوښتنه وکړي.

دې سره هند کې د جنسیت بدلون حقونو په تړاو یو بحث راپورته شوی دی. په هند کې دغه کسان د درېیم جنسیت په توګه منل کېږي. سبي ۲۰۱۰ کال کې د هند سمندري پوځ کې پر دنده ګومارل شوې وه او د ۲۰۱۶ کال کې یې د رخصتیو پر مهال د جنسیت بدلون عملیات وکړل.

کله چې دندې ته ستنه شوه، ادعا یې وکړه چې پنځه میاشتې د رواني ناروغانو تر یوې څانګې محدوده شوې وه:

هغه د بي بي سي هندي خبریالې سوشیلا سینګ ته وویل:

''ما کوم جرم نه دی کړی، کومه ناوړه کړنه مې نه ده تر سره کړې، یوازې خپل اصلي هویت مې څرګند کړ، خو داسې و لکه زندان کې ساتل کېدم. ''

د هند سمندري پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي او کله چې بې بي سي ورسره د غبرګون لپاره اړیکه ونیوه، له ځواب ورکولو یې ډډه وکړه.

هند کې لومړی ځل د دریم جنسیت پولیس افسر ګومارنه

ټرمپ: جنسبدلي نه شي کولی پوځ ته لاړ شي

بدن د هلک - روح د نجلۍ

هند: د نرښځو لپاره لومړنی لیلیه لرونکی ښوونځی

سبي وايي اپریل کې بېرته خپلې دندې ته ستنه شوه، خو د اکتوبر پر شپږمه ورته یو لیک ورسېد، چې په کې له دندې ګوښه شوې وه. د سمندري پوځ یوه اعلامیه کې ویل شوي:

''له دندې د رخصتۍ پر مهال د جنسیت بدلولو د هغه شخصي پرېکړه پر هغه هوکړه اغېز کوي، چې له مخې یې د کوم جنسیت پر بنسټ پر دنده ګومارل شوی و. ''

۲۰۱۲ کال کې یوې هندۍ محکمې ویلي و پر کوم بالغ نارینه د جنسیت بدلون لړ کې هېڅ بندیز نه شته. په یوه تاریخي پرېکړه کې ۲۰۱۴ کال کې د هند سترې محکمې دغه ډله کسان د درېیم جنسیت په توګه منلي و.

هند کې قانونپوهان وايي جنسیت بدلونکي کسان له عجیب حالت سره مخامخ دي. یوه لور ته دوی د اساسي قانون له مخې خوندیتوب لري، خو بل پلو که دوی په خپله خوښيي له همجنسه کسانو سره جنسي اړیکي ولري، ښايي قانون ماتونکي وبلل شي.

په هند کې د ۱۵۳ کلن قانون له مخې چې هند لا خپلواک نه و، د همجنسو کسانو تر منځ جنسي اړیکي 'غیر طبیعي جرم ' بلل کېږي او تر سره کوونکو ته یې تر ۱۰ کاله پورې د زندان سزا ورکول کېدای شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب