د امریکا لومړۍ مېرمن څوک ده؟

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ ویاند په یوه بیان کې وايي، د هغې د مېړه( ډونلډ ټرمپ) د پخوانۍ مېرمنې ایوانا تازه خبرې یواځې ځان ته د پام اړولو هڅه ده.

ایوانا ټرمپ د اې بي سي تلوېزون پروګرام "ګوډ مارنینګ امریکا" کې ویلي، دا چې د لسمشر ټرمپ لومړنۍ مېرمن ده، نو د امریکا لومړۍ مېرمن هم ده.

د هغې خبره ده چې د سپینې ماڼۍ یو نېغ ټلیفون هم ور سره دی، خو نه غواړي چې د کومې کرکې د جوړېدلو سبب شي.

د ډونلډ ټرمپ لومړنۍ مېرمنې یو کتاب "رېسېنګ ټرمپ" د چهار شنبې په ورځ خپورېږي.

* د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

* ډونلډ ټرمپ د ولسمشر په توګه د مېز ترشا کښېناست

هغه له ۱۹۷۷ کال تر ۱۹۹۰ لسیزې د ډونلډ ټرمپ مېرمن وه.

کله چې د هغې مېړه ټرمپ له مارلا میپلز سره اړیکي جوړ کړل، نو ایوانا ترې طلاق واخیست.

مارلا بیا له ټرمپ سره واده وکړ او دویمه مېرمن یې شوه.

ډونلډ ټرمپ له ایوانا درې بجي لري ډونلډ جونیر، ایوانکا او ایرک ټرمپ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption میلانیا او ایوانا

ایوانا ټرمپ وايي، له خپل پخواني مېړه سره هر پنځلس ورځې وروسته خبرې کوي.

"زما سره د سپینې ماڼۍ یو نېغ ټلیفون نمبر دی، خو هلته ټلیفون نه کوم، ځکه میلانیا هلته ده".

نوموړې ځان لومړۍ مېرمن هم بولي:

"زه د کومې کرکې جوړېدل نه غواړم، ځکه زه د ټرمپ لومړنۍ مېرمن او د امریکا لومړۍ مېرمن یم".

* د امریکا لوړې ورځ په تاریخ کې

* پر خځنده د ډونلډ ټرمپ نوم اېښودل شوی

په غبرګون کې د میلانیا ټرمپ ویاند وايي، مېرمن ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خپل بچي بارون او ولسمشر ته کور جوړ کړی دی.

"هغه واشنګټن ډي سي کې اوسېدل خوښوي او د امریکا د لومړۍ مېرمنې په نوم ډېره ویاړي. هغه دې دا نوم د ماشومانو د مرستې لپاره وکاروي نه د کتاب پلورلو لپاره".

د هغه په خبره، د یوې پخوانۍ مېرمنې دا بیان بل مطلب نه لري، بلکې یواځې ځان ته پام اړول غواړي او د خپلې موخې لپاره شور جوړوي.

له ډونلډ ټرمپ مخکې رونلډ رېګن د امریکا لومړنی طلاق لرونکی ولسمشر و.

د درې ښځو مېړه

د انځور حقوق iStock
Image caption ډونلډ ټرمپ او ایوانا.

ایوانا ټرمپ د ډونلډ ټرمپ لومړنۍ مېرمن وه.

پر ۱۹۴۹ کال په چکسلواکیا کې زېږېدلې.

له ډونلد ټرمپ سره یې پر ۱۹۷۷ کال واده وکړ او تر ۱۹۹۲ یې ګډ ژوند درلود.

دوی له ۱۵ کاله ګډ ژوند وروسته سره بېل شول، خو درې واړه بچي یې(ډونلډ جونیر، ایوانکا او ایرک ټرمپ) اوس هم د ټرمپ سره دي.

مارلا میپلز د ډونلد ټرمپ دویمه مېرمن وه.

هغې کله هم خپل نوم بدل نه کړ.

له ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۹ یې له ډونلد ټرمپ سره ګډ ژوند درلود.

مارلا پر ۱۹۶۳ کال د امریکا په جورجیا کې زېږېدلې له ایوانا ۱۴ کاله کشره ده.

له ډونلډ ټرمپ د ټیفاني په نوم یوه لور لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مارلا او ډونلډ ټرمپ.

میلانا ټرمپ اوس هم له ډونلډ ټرمپ سره ګډ ژوند لري.

پر ۲۰۰۵ کال یې واده کړی دی.

میلانا هنرمنه وه، په یوه پروګرم کې ډونلډ ټرمپ ولیدله، د تلېفون شمېره یې ترې واخیسته او بیا یې ګډ ژوند سره جوړ شو.

میلانا د بارون په نوم له ډونلد ټرمپ یو ۱۱ کلن ماشوم لري.

میلانا ټرمپ پر ۱۹۷۰ کال په سلووانیا کې زېږېدلې ده.

د ولسمشر ټرمپ له لومړنۍ مېرمنې ایوانا ۲۴ کاله، د هغه له دویمې مېرمنې مارلا ۲۱ کاله او له ډونلد ټرمپ ۲۴ کاله کشره ده.

کله چې ډونلډ ټرمپ ولسمشر شو، سپینې ماڼۍ ته د تللو مراسمو کې یې درې واړه مېرمنې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption میلانا ټرمپ له خپل مېړه سره.