زرګونه ښوونکي د لومړني ښوونځي ازموینه کې ناکام

د انځور حقوق Getty Images

په افریقايي هېواد نایجریا کې زرګونه ښوونکي ځکه له دندو شړل شوي، چې د لومړني ښوونځي ازموینې د پارچې په حل کې پاتې راغلي.

شړل شوي کسان د لومړنیو ښوونځیو ښوونکي وو او امتحاني پارچې شپږ کلنو ماشومان ورته چمتو کړې وې.

د شمالي ایالت والي ناصر الروفي ویلي، له ۲۱ زره او ۷۸۰ ښوونکیو نه یې له درېیو دوې برخې ښوونکي و نه توانېدل د خپلو زدکونکو چمتو شویو پارچو کې ۷۵ سلنه نومرې واخلي.

والي ویلي، د شړل شویو ښوونکیو پر ځای به نوي کسان پر دندو وګوماري. نوموموړي والي د نړیوال بانک له چارواکو سره خبرو کې دغه څرګندونې کړې دي.

بې وزلۍ ځپلي ښوونکي اوس نور زدکوونکي وړیا روزي

"انګلستان او وېلز کې د ښوونځیو پر ماشومانو جنسي تېري ډېر شوي"

" وسلوال طالبان د خپلو ملاتړو زدکوونکو د کامیابولو لپاره ښوونکي ګواښي"

ښاغلي الروفي یوې ځايي ورځپاڼې ته ویلي :

''مخکې ډېری ښوونکي د سیاسي اړیکو پر بنسټ پر دندو ګومارل شوي وو، خو موږ غواړو ځوان لوستي کسان د دوی ځای ونیسي، ځکه موږ غواړو د ایالت ښوونځیو کې د ښوونکیو رښتینی مقام پر ځای شي. ''

والي دغه راز ویلي د ایالت په ځینو سیمو کې د نهوو ماشومانو لپاره یو ښوونکی شته او په ځینو نورو کې بیا تر ۱۰۰ پورې ماشومان له یوه ښوونکي زده کړې کوي، چې په وینا یې دغه انډول هم باید سم شي.