دوو ممثلینو ته د ږیرې ساتلو موقته اجازه

تاجکستان د انځور حقوق AKBOR/GULSARA KAMOLZODA
Image caption چارواکي وايي، د دغه کمپاین هدف له ګاونډي افغانستانه د سخت دریځۍ ورتګ مخنیوی دی.

تاجکستان کې دوو ممثلینو ته په موقت ډول د ږیرې ساتلو اجازه ورکړل شوې ده. دغه هېواد کې چارواکو پر ږیرو نا اعلان شوی بندیز لګولی دی. دا وروستیو کې دوه داسې ممثلین نیول شوي دي، چې ږیرې یې درلودې.

د یوې ځايي وېبپاڼې رپوټ کې ویل شوي خوشنود دادو او فرخ ویټاو اوږدې ږېرې درلودې او پولیسو د شک پر بنسټ ونیول.

کله چې دوی پولیسو ته وویل، ممثلین دي او د یوې ډرامې کرکټر رول لوبولو لپاره یې ږیرې پرې ایښې دي، نو پولیسو له ږیرې سره په عام محضر کې د ګرځېدو لپاره ځانګړي جوازونه ورکړل.

له یوې ځايي ورځپاڼې سره مرکه کې ممثل فرخ ویتاو ویلي: اوس موږ له ږیرې سره په ښار کې ازادانه تګ راتګ کولای شو. د نارینه وو ږیره خرییل په تاجکستان کې د حکومت د هغه پلان برخه ده، چې غواړي له ټولنې 'متضاد دودونه ' له منځه یوسي.

د ږوب سلمانیان وايي، سټايلي ږیرې نه جوړوو

'طالبان په ږیره او ټيټو پایڅو خلکو ته سزا ورکوي'

هغه پېغله چې پر خپله ږیره ویاړي

دغه کمپاین کې د هېواد یوازې یوه برخه کې سلګونه کسان نیول شوي دي او ۱۳۰۰۰ نارینه اړایستل شوي، چې ږیرې وخريي.

پیل کې چارواکو پولیس د دغې چارې مسوول بلل، خو اوس وايي، د دغه کمپاین هدف له ګاونډي افغانستانه د سخت دریځۍ د ورتګ مخنیوی دی.