د غرونو پارېدو مخنیوي هڅې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د غرونو پارېدو مخنیوي هڅې

درځئ ایسلنډ ته لاړ شو. دغلته تل اور شیندونکي غرونه پارېږي. په ۲۰۱۰ کال کې چې کله یو غر وپارېد نو په ټوله اروپا کې یې د ایرو له لاسه الوتنې وځنډول شوې. اوس له بریتانیا یوه ډله سایسنپوهان ایسلنډ ته ورغلي دي. غواړي په دغه هېواد کې فعال اور شیندونکي غرونه مطالعه کړي چې ګوندې وکولی شي په راتلونکي کې د غره پارېدو اټکل وکړي.