ټرمپ د ایران اتومي هوکړې له تاییدولو انکار کړی

ټرمپ د انځور حقوق Reuters

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران د یوه ''متعصب رژیم '' په توګه غندلی دی او د نړیوال اتومي پروګرام له تاییدولو یې انکار کړی دی. نوموړي ویلي دغه هوکړه به اوس کانکریس ته سپاري او له متحدینو سره به مشوره کوي، چې څنګه د دې هوکړې مخه ونیسي.

ولسمشر ټرمپ پر ایران تور پورې کړ، چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او وايي اتومي وسلو ته د لاسرسي لپاره به د ایراني رژیم پر وړاندې ټولې لارې وتړي. نړیوال مبصرین وايي، ایران د ۲۰۱۵ کال دغې هوکړي عملي کېدو ته په بشپړه توګه ژمن دی.

خو ولسمشر ټرمپ وايي، دغه هوکړه ډېره پسته ده او ایران ته اجازه ورکوي چې د درنو اوبو له ټاکلي حده تېر شي او نړیوال ساتونکي وډاروي.

د نوموړي په وینا 'ایران د هوکړې روح ته ژمن نه دی ' او دې موضوع ته له پامه پرته د بندیزونو لېرې کولو له اقدامه ګټه پورته کوي.

ولسمشر ټرمپ ویلي متحده ایالتونه حق لري، چې هر مهال وغواړي له دغې هوکړې پر شا شي.

پر ایران د ډونلډ ټرمپ سخت لفظي برید

ټرمپ: ژر به ووینئ چې د ایران له اتومي تړون سره څه کوم

ټرمپ: ایران 'ډېر بې ادبه' شوی دی

ټرمپ: ایران له اور سره لوبې کوي

پر ولسمشر ټرمپ په هېواد کې دننه او بهرني فشارونه وو، چې د اوو هېوادونو تر منځ دغه شوې هوکړه لغو نه کړي.

نوموړي دغه راز پر ایران له اتومي موضوع پرته هم نیوکې وکړې. هغه په ځانګړې توګه د ایران 'پاسداران انقلاب ' ځواک یاد کړ او دغه ځواک یې د 'ایراني مشر شخصي فاسد ترهګر ځواک ' وباله.

څو دقیقو کې دننه د اروپايي ټولنې بهرنۍ پالیسي مشرې فیدریکا مغرینې وویل دغه هوکړه 'پیاوړې ' ده او 'د هوکړې له هېڅ یوې برخې هېڅ ډول سرغړونه نه ده شوي. '

نوموړې دغه راز ویلي د نړۍ هېڅ یوه هېواد ولسمشر دا واک نه لري، چې دغه هوکړه له منځه یوسي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هوکړه لیک له مخې شوې.

د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ولسمشر ټرمپ ویلي و، له دغې هوکړې به پر شا شي، چې له ده مخکې پخواني ولسمشر باراک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو او ایران تر منځ شوې وه.

ولسمشر ټرمپ دغه هوکړه تر ټولو ناوړه هوکړه بللې او د دغې څېرلو ګواښ یې کړی و. داسې ښکاري، چې نوموړی به لومړی د دغې هوکړې د 'سمون ' هڅه وکړي.

د انځور حقوق JEWEL SAMAD
Image caption د دغې هوکړې ناقدین هم وايي اوس چې ایران هوکړه مني او عملي کوي یې داسې وېره ده، چې دې سره به پر امریکا باور ته زیان ورسېږي

مبصرین وايي، ټرمپ باید اوسمهال داسې و نه کړي، ځکه د دغې هوکړې ناقدین هم وايي اوس چې ایران هوکړه مني او عملي کوي یې داسې وېره ده، چې دې سره به پر امریکا باور ته زیان ورسېږي او ګوښی به پاتې شي.

ورته مطالب