"له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو ایستل لویه تېروتنه وه"

. د انځور حقوق washingtonpost
Image caption امریکایۍ سفیره ادعا کوي چې په افغانستان کې د مخدره توکو کاروباریان په اصل کې د طالبانو مالي ملاتړ کوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ناټو لپاره د امریکا له سفیرې کای هچنسن سره مرکه کړې او د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په اړه یې پوښتلې.

مېرمن هچنسن په خپلو خبرو کې ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره ضرب الاجل ټاکل یوه لویه تېروتنه وه. نوموړې وایي چې طالبان هم په دې خبره پوهېدل او همدا لامل و چې دوی انتظار وایست او کله یې چې فرصت ولید، د افغان پوځ پر ضد یې خپل عملیات سخت کړل.

نوموړې وایي، د نوې ستراتېژۍ یو ښه والی همدا دی چې کوم ضرب الاجل پکې نه دی ټاکل شوې، او امریکا به تر هغې په افغانستان کې خپل پوځي شتون ته دوام ورکوي چې په خپل ماموریت کې بریالۍ شوې نه وي. مېرمن هچنسن وایي چې همدې ټکي اوس افغان مشران هم ډاډه کړي دي.

" د ناټو وتل به اوسنى افغان اقتصاد زيانمن کړي "

"وسلوال طالبان د مسقط غونډه کې ګډون نه کوي"

امریکایۍ سفیره ادعا کوي چې په افغانستان کې د مخدره توکو کاروباریان په اصل کې د طالبانو مالي ملاتړ کوي. د هغې په وینا، ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله ورسره ژمنه کړې ده چې فساد به له منځه وړي او په حکومت کې به ځوانانو ته لا ډېره ونډه ورکوي.

هغه د بېلګې په توګه د افغان پوځ یادونه کوي او زیاتوي چې پخوا به یو افغان جنرال په اویا کلنۍ کې له پوځه تقاعد کېده، خو اوس دا عمر ۶۲ کلونو ته راټیټ شوی او تر جنرالۍ د لاندې کچې افسران باید په ۵۸ کلنۍ کې تقاعد شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption انډیا ټایمز وایي چې د افغانستان لپاره د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ تر اعلانېدو وروسته دا لومړنۍ نړیواله ناسته ده چې د افغانستان پر وضعیت به پکې بحث کېږي.

د انډیا ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د اکتوبر په شپاړسمه نېټه، یعنې د راتلونکې دوشنبې پر ورځ به په افغانستان کې د سولې او ثبات او روان وضعیت په اړه په عمان کې یوه څلور اړخیزه ناسته ترسره کېږي او پر افغانستان سربېره به د پاکستان، امریکا او د چین هېواد استازي پکې ګډون کوي.

ورځپاڼه لیکي چې که څه هم هند دې ناستې ته نه دی ور بلل شوی خو نوې ډيلۍ به خبرې اترې څارې، ځکه هند په افغانستان کې دوامداره ګټې لري.

انډیا ټایمز وایي چې د افغانستان لپاره د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ تر اعلانېدو وروسته دا لومړنۍ نړیواله ناسته ده چې د افغانستان پر وضعیت به پکې بحث کېږي.

د عمان په اړه ورځپاڼه لیکي چې دا هېواد هڅه کوي په سیمه ییزو شخړو کې د مرکچي رول ولوبوي او جوړجاړي ته لار هواره کړي او کولی شي چې افغان طالبانو ته هم د خبرو کولو زمینه برابره کړي.

ورځپاڼه وایي چې عمان د هغه هندي پادري په خلاصولو کې هم مرسته کړې وه چې په یمن کې د وسله والو لخوا تښتول شوی و. همدا رنګه د قطر او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په روان جنجال هم عمان هڅه کړې چې د دریم ګړي رول ولوبوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیویارک ټایمز ادعا کوي چې ایران تر دې دمه له شوي تړونه هېڅ سرغړونه نه ده کړې او دا خبره نه یوازې بهرنیانو بلکې د امریکا استخباراتو هم تائيد کړې ده.

او نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې پر ولسمشر ټرمپ سخته نیوکه کړې او د ایران د اتومي پروګرام په اړه د نوموړي پرونی اعلان یې غندلی.

ورځپاڼه، ولسمشر ټرمپ هېڅ پلمه نه لري چې له ایران سره له شوي تړونه په شا شي. دی وایي ایران د هستوي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي، او غواړي په دې توګه خپلې پرېکړې ته جواز پيدا کړي.

خو حقیقت دا دی چې دا تړون یوازینی سند دی چې ایران له دې کاره، یعنی د هستوي وسلو له جوړولو راګرځولی شي.

نیویارک ټایمز ادعا کوي چې ایران تر دې دمه له شوي تړونه هېڅ سرغړونه نه ده کړې او دا خبره نه یوازې بهرنیانو بلکې د امریکا استخباراتو هم تائيد کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي چې د ولسمشر دا ډول بې اساسه پرېکړې کولی شي د امریکا متحدین ګنګس کړي، او په راتلونکي کې په منځني ختیځ کې د امریکا لپاره ستونزې لا ډېرې کړي.

ورته مطالب