خوشي شوي کاناډايي افغانستان کې څه کول؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption واشنګټن پوسټ لیکي چې په تېرو پنځو کلونو کې هېچا هم د دې پوښتنې ځواب نه درلود، چې بویل افغانستان کې څه کول؟

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغې کورنۍ په اړه لیکنه کړې چې ویل کېږي په افغانستان کې د طالبانو لخوا تښتول شوې وه او دوه ورځې وړاندې په پاکستان کې د دې پوځ لخوا د تښتوونکو له منګولو راخوشې کړای شوه.

ورځپاڼه پر دې غږېدلې چې کټلېن کولمن او د هغې کاناډایي مېړه جاشوا بویل اصلاً په افغانستان کې څه کول.

واشنګټن پوسټ لیکي چې په تېرو پنځو کلونو کې هېچا هم د دې پوښتنې ځواب نه درلود.

خو دا چې جاشوا بایل په تېرو دوه ورځو کې له رسنیو سره غږېدلی نو افغانستان ته د خپل سفر په اړه یې هم لږ ډېر سپیناوی وړاندې کړی دی.

راخوشی شوی کاناډایی: طالبانو مې کوچنۍ لور وژلې

ورځپاڼه لیکي، داسې ښکاري چې ښځه او مېړه دواړه د چکر شوقیان وو او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې یې لېرې پرتو سیمو ته سفرونه کړي وو او له بې وزله کسانو سره یې بشري مرستې هم کړې وې.

تر افغانستان وړاندې دوی د منځنۍ آسیا څو هېوادونو ته هم تللي وو. هماغلته دواړو پرېکړه وکړه چې افغانستان ته به هم ځي او په هغو سیمو کې چې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي، له ولسي وګړو سره به بشري مرستې کوي.

خو د دوی دوستان او کورنۍ په دې باور دي چې دواړه ساده ګان وو، او باید په دې پوهېدلي وای چې داسې یو هېواد ته په خپل سر سفر کول له خطرونو ډک وي.

د پاکستان او امریکا ترینګلې اړیکې

د پاکستان ډان ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستان او امریکا اړیکې، چې له ډېرې مودې راهیسې خرابې شوې وې، بېرته نورمال حالت ته را ګرځېدلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې دواړو هېوادونو یو شمېر چارواکو واشنګټن او اسلام اباد ته سفرونه وکړل او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر به د امریکا د دفاع او د بهرنیو چارو وزیران هم پاکستان ته ولاړ شي.

اوس نو د ورځپاڼې په وینا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسبو اړیکو او همکارۍ تمه یو ځل بیا پيدا شوې ده.

ورځپاڼه لیکي، د پاکستاني پوځ لخوا د هغې کورنۍ خلاصون چې افغان طالبانو تښتولې وه، یو مثبت ګام و. په دې عملیاتو کې دواړو هېوادونو له یو بل سره استخباراتي مالومات شریک کړل او په همغږۍ سره یې دې کورنۍ د راخلاصولو عملیات ترسره کړل.

ډان ورځپاڼه لیکي، امریکا باید په دې پوه شي چې د پاکستان پر وړاندې له ګواښونو ډکه ژبه کارول څه ګټه نه کوي.

په لیکنه کې د سویلي آسیا او افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ پر نوې ستراتیژۍ هم نیوکه شوې ده او ورځپاڼه ادعا کوي چې دا ستراتېژۍ په بېړه چمتو شوې وه او ډېر حقایق له پامه غورځول شوي وو.

ورځپاڼه دا مني چې پاکستان ښایي د امریکا ټولې غوښتنې نه وي پوره کړي، خو له واشنګټن سره ملګرتیا او همکاري د اسلام اباد په ګټه ده او پاکستاني چارواکو په دې برخه کې پوره هڅې کړې دي.

پاکستان او افغانستان ته د رېکس ټېلرسن سفر

او د هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن به د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د هند، پاکستان او افغانستان رسمي سفر پيلوي.

ورځپاڼه دا خبره د هند د بهرنیو چارو په وزارت کې د یوې سرچینې له خولې کوي، او زیاتوي چې تر دې دمه هېڅ کوم هېواد د دې سفر په اړه رسمي اعلان نه دی کړی.

هندوستان ټایمز وایي دا هم لا نه ده مالومه چې ښاغلی ټېلرسن به خپل سفر له کوم هېواده پيلوي.

ټېلرسن: ټرمپ د افغانستان په اړه سختې پوښتنې کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان د نوې ستراتېژۍ په اړه له خپلو مشاورانو سختې پوښتنې کوي.

د ورځپاڼې په وینا، روان سیاسي او پوځي وضعیت ته په کتو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر مهم دی.

داسې هم ویل کېږي چې نوموړی به له پاکستاني چارواکو سره په خپله کتنه کې د امریکایي حکومت یو شمېر غوښتنې اسلام اباد ته وسپاري. تر ټولو مهمه غوښتنه په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه ده او واشنګټن غواړي چې اسلام اباد د دې جګړې د ختمولو لپاره صادقانه عمل وکړي.

ښاغلی ټېلرسن به د ولسمشر ټرمپ د کابینې دویم جګپوړی غړی وي چې هند ته سفر کوي.

تر ده وړاندې د دفاع وزیر جېمز مټیس په اګست میاشت کې نوې ډيلۍ ته ولاړ، او له هغه ځایه نېغ کابل ته ورسېد. خو اسلام اباد ته یې له سفر کولو ډډه وکړه.

ورته مطالب