د پخوانیو غلامانو نسلونوڅنګه خپله سیمه پرمختللې کړې ده؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پخوانیو غلامانو نسلونوڅنګه خپله سیمه پرمختللې کړې ده؟

د سوېلي افریقا په جنوب کې د دوربان سمندرغاړي ښار کې داسې یوه ډله کسان اوسېږي چې اصلي د زنزیبار دي. نیکونه نیکونه یې غلامان و.

په دوربان کې دې خلکو اوس هم خپل د ختیځې افریقا کلتور له اسلامي دودونو سره ژوندی ساتلی دی.

۱۵کاله وړاندې یې د ځمکې حق بېرته وګاټه. هغه دوی د افریقا د نسل پالنې په دوره کې له لاسه ورکړی و.

اوس یې سیمه د تعمیراتي کاروبار یو مرکز بلل کېږي.