امریکایی پانګه‌وال ۲۳ میلیارده ډالر په خیریه چارو لګوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوپن سوسایټي په نړۍ کې د ولسواکۍ د ملاتړ لپاره هڅې کوي

وال سټریټ ژورنال لیکي یوه امریکايي پانګه وال جورج سوروس له خپلې پانګې اتلس ملیارده ډالره خپلې مرستندویه بنسټ اوپن سوسایټي ته ورکړي دي.

په دې سره اوس دغه بنسټ په نړۍ کې دویم بډایه بنسټ شو.

وال سټریت ژورنال زیاتوي دغه ۷۸ کلن پانګه وال غواړي خپله ټوله پانګه چې ۲۳ ملیارده ډالره کیږي مرستندویه کارونو کې په تدریج سره ولګوي.

اوپن سوسایټي په نړۍ کې د ولسواکۍ د ملاتړ لپاره هڅې کوي او په ۱۹۷۹ کې یې د فعالیت له پیل تراوسه څوارلس ملیارده ډالره لګولي دي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي اوس په نړۍ کې د مایکروسافټ د مالک بیل ګیټس او د هغه د مېرمنې مرستندویه بنسټ تر ټولو بډایه بنسټ دی او څلوېښت ملیارده ډالره پانګه لري.

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هند او پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن د راتلونکې سفر په اړه یوه مطلب کې لیکي:

د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ په رڼا کې د امریکا او هند اړیکي پراخیږي او له هند سره د اړیکو او همکارۍ پراختیا په دې معنی ده چې له نورو سره به دا اړیکې د پخوا په څېر نه وي.

شونې ده اشاره یې پاکستان ته وي چې په سیمه کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا د ملګرو هېوادونو د کتار په سر کې یې ځای درلود.

ورځپاڼه د ښاغلي ټیلرسن هغو څرګندونو ته هم اشاره کوي چې وايي چین نړیوال نظام ته ګواښ دی او پاکستان ته په کار دي چې له ترهګرۍ سره د جګړې په برخه کې لا ډیرې هڅې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي پاکستان ته کار دي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې بنسټیز ګامونه پورته کړي ، هغه ډلې چې د ښاغلي ټیلرسن په وینا د پاکستان خلک او سیمه ګواښي.

ډان ورځپاڼه

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله په بلوچستان ایالت کې روان وضعیت ته ځانګړې کړې ده، ورځپاڼه په کویټه کې پرونۍ چاودنې ته په اشارې سره وايي:

دا سمه ده چې د ټولو بریدونو مخه په یو ځل نه شي نیول کېدای خو زیاتوي وروستیو پرله پسې پېښو ته په کتو سره په کار ده ځايي چارواکي، فډرالي ادارې او پوځ اعتراف وکړي چې په دغه ایالت کې اوسنیو سیاسي او امنیتي تګلارو کې بیا کتنې ته اړتیا ده .

ورځپاڼه پوښتنه کوي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو وکولی شول په نورو سیمو کې د بریدونو مخه ونیسي ، خو ولې په بلوچستان ایالت کې لا هم دغه ستونزه دوام لريږ

هندوستان ټایمز

هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټایمز د هند د مخ په زیاتېدونکي پوځي او اقتصادي رول په اړه اندیښنه ښيي او زیاتوی چې هند په پوځي برخه کې د چین د ولسمشر له خوا په پوځي برخه کې نوي اعلان شوي بدلونونه له پامه نه شي غورځولی.

ورځپاڼه زیاتوي د چین ولسمشر هڅه کړې چې د حاکم ګوند په ګټه د پوځ او ملکي برخو توازن وساتي.

ورځپاڼه زیاتوي د پوځ د رول زیاتوالی به هغه بلانس لا نا انډوله کړي چې د چین او هند د پوځونو ترمنځ شته دی. ورځپاڼه سپارښتنه کوي چې هندي پالیسي جوړوونکو ته په کار دي چې له خوبه پاڅي او د چین په بهرنۍ کړنلارې او د ملي امنیت ګټو کې بدلون ته پام وکړي.

ورته مطالب