ولې مونیکا چې د امریکا له پخواني ولسمشر سره یې جنسي اړیکې لرلې لیکلي زه هم؟
مونیکا لیونسکي د امریکا له پخواني ولسمشر بېل کلېنټن سره د مینې د تار له امله د خبرونو سرټکی وه. کله چې د دوی د مینې خبر خپور شو، مونیکا د ډېر خوند او تکلیف له پړاو تېرېدله.
اوس یو ځل بیا مونیکا د وېرولو خبرې سره ځان نړۍ ته ور یادوي. هغې هم د ښځو د وېرولو خلاف اینټرنېټ هڅو یا MeToo# سره د ګډون لپاره ټوېټ کړی دی.
د هالیووډ د پروډیوسر هاروي واینسټین د سیکسي دوسیې له راپورته کېدلو وروسته په نړۍ کې مېرمنې MeToo# لیکي او پر خواله رسنیو خپلې ترخې پېښې او تجربې شریکوي.
د MeToo# هشتګ هغه ښځې کاروي چې جنسي تېری یا تاوتریخوالی ورسره شوی وي. د ښځو د حقونو یو شمېر کمپاین کوونکي غواړي د دې هشتګ په کارولو د هغو ښځو او نجونو کیسې تر نورو ورسوي چې ښايي د ډېرې مودې لپاره ناویلې پاتې شوې وي.
که څه هم هغې نه د کومې پېښې یادونه کړې او نه یې خبره ډانګ پېیلې کړې ده.
خو د مونیکا سره د مینې تار له رسوا کېدلو وروسته د امریکا ولسمشر له پوښتنو سره مخ شو.
هغه مهال مونیکا ۲۴ کلنه او په سپینه ماڼۍ کې کارمنه وه.
د مونیکا او کلېنټن د مینې خبره پر ۱۹۹۸ کال وه، چې له امله یې ځینې خلکو بیا مونیکا ته ناسم برېښنالیکونه وکړل.
د هغې پر رول یې هم پوښتنه را پورته کړه.
د دې پېښې له امله هغه له روحي پلوه ماته شوه.
خو خلکو د دې د اوسني ټوېټ ملاتړ کړی او د هغې دا کار یې ستایلی دی.
میري اینجیلا لیکلي، زه خواشینې یم کلونه وروسته هم در یادېږي.
"اوس دا ډېره پخوانۍ خبره ده او خلک اوس تاته د عادي انسان په سترګه ګوري، تېروتنې له موږ ټولو کېږي".
له بلې خوا داسې خلک هم شته چې پوهېدل غواړي مونیکا د کوم چا او کومې پېښې په هکله خبرې کوي.