"پاکستان پر ځینو افغان محصولاتو ۱۲۰٪ مالیه لوړه کړې"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان پر ځینو افغان محصولاتو ۱۲۰ سلنه مالیه لوړه کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پاکستان د دغه هېواد پر صادراتي توکو تعرفه درې برابره لوړه کړې ده.

دا کار پر داسې مهال شوی چې په افغانستان کې د تازه مېوو په تېره بیا د انګورو او انارو فصل دی.

د افغانستان سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، د پاکستان له خوا د ګمرکي تعرفو لوړېدو افغان سوداګرو ته زیان اړولی دی:

" تعرفه یو دم دومره لوړول له تصوره لرې خبره ده، پخوا به پر یوه کانتينر له ۱۰۰ - ۱۵۰ زره مالیه راتله، خو اوس دغه مالیه ۱۱۰۰ زره کلدارو ته لوړه شوې ده."

د پاکستان له خوا د افغانستان پر تازه او وچې مېوې، سبزۍ، درمل بوټو او همدارنګه پر قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو تعرفه تر ۱۲۰ سلنه لوړه شوې ده.

خانجان الکوزی وايي، د تعرفو لوړول نه یوازې د افغانستان بلکې د پاکستاني د سوداګرو په تاوان هم ده.

د هغه په خبره، د مېوو او سبزۍ د محصولاتو پر مهال د دواړو هېوادونو سوداګر سره شریکېږي او د مېوو باغونه او د سبزۍ فصلونه اخلي:

"افغانستان او پاکستان د ډېرو سوداګریزو بنسټونو غړیتوب لري او په هغه بنسټونو کې په ښکاره ویل شوي چې تعرفي باید له ۵٪ لوړه نه وي، خو له بده مرغه د دواړو هېوادونو له لوري تر پښو لاندې کېږي. "

د نوموړي په خبره، د تعرفو د لوړوالي له امله دمګړۍ پاکستان ته د تازه مېوو او سبزۍ صادرات په ټپه ولاړ دي.

د ښاغلي الکوزي په خبره، په تېر کې پر یوه ټن انګورو ۸ زره افغانۍ مالیه اخیستل کېده چې دغه مالیه اوس ۲۸ زره کلدارو ته لوړه شوې ده.

سیاست او سوداګري

افغان حکومت وايي، پاکستانی لوری د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته له سیاسي عینکو ګوري او په دغه برخه کې د باور وړ شریک نه دی.

د پاکستان د هغه سیاستونو، چې غواړي له سوداګرۍ څخه د سیاسي فشار د الې په توګه کار واخلي، افغانستان اړ کړی نړیوالو بازازونو ته د خپلو محصولاتو د رسولو لپاره بدیلي لارې ولټوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان ته د پاکستاني توکو په لېږد کې شاوخوا ۳ برابره کموالی راغلی

په تېرو څو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سواګرۍ کې کمی راغلی او له پاکستان نه افغانستان ته د صادارتو کچه شاخوا درې برابره ټېټه شوې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۱۳ کې له پاکستان څخه افغانستان ته صادرات ۴٫۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلي وو، خو اوس له پاکستان څخه افغانستان ته صادارات له يو میلیارد ډالر نه هم کم شوي دي.

د چارو شنونکي وايي، د پاکستان او افغانستان حکومتونه باید سياسي مسلي د سياست له لارې او کاروباري مسلې له کاروباري لارې حل کړي.

ورته مطالب