۴۸ کاله پخوا ډالۍ شوی ساعت په څه باندې ۱۷ میلیونه ډالره پلورل شوی

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

د امریکاي فلمي صنعت هالیووډ د پخواني ستوري پاول نیومان یو رولیکس ساعت په نیویارک کې په بې ساري بیه پلورل شوی دی. دغه ساعت نوموړي ته ۱۹۶۹ کال کې د (وینینګ ټوګېدر) نومي فلم د ثبت پر مهال مېرمن یې جوانې وډوارډ ډالۍ کړی و.

نیومان چې ۲۰۰۸ کال کې د ۸۳ کالو په عمر ومړ، دغه ساعت د ګاډو ځغاستې سیالیو کې چې ده په کې برخه اخیسته کاروولی و. دغه سټینلیس سټیل ساعت د ټیلیفون له لارې پر یوه نامعلوم مشتري په لیلامۍ کې د ۱۷ اعشاریه اته میلیونو ډالرو بدل کې پلورل شوی دی.

د انځور حقوق PHILLIPS AUCTION HOUSE
Image caption نیومان ته دغه ساعت د یوه فلم ثبت پر مهال ډالۍ شوی و

دغه بیه د یوه داسې ساعت لپاره چې تر لیچي تړل کېږي، بې ساري ده، خو خو د پاټیک فلیپ یو جیبي ساعت ۲۰۱۴ کال کې د څه باندې ۲۴ میلیونو ډالرو بدل کې پلورل شوی و.

په وینینګ نومي فلم کې نیومان د ګاډو ځغلونې ورزشکار رول لوبولی و او وروسته نوموړي دغې لوبې ته مخه کړه. د ساعت له ورکړې مخکې مېرمن ووډورډ پرې لیکلي و: احتیاط راسره کوه!) هغه د موټر ټکر یوې پېښې کې ۱۹۶۵ کې ټپي شوی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ووډورډ او نیومان ۱۹۵۸ کال د رولیکس ساعت له پېرلو مخکې

ووډورډ د نیومان لپاره ۱۹۸۴ کې نوی ساعت رانیو او نوموړي خپل دغه رولیکس ساعت د خپلې لور د هغه مهال ملګري جیمس کاکس ته ډالۍ کړی و.

کاکس دغه ساعت لیلامۍ ته وړاندې کړ او ویل کېږي د ترلاسه شوې بیه یوه برخه به هغې خیریه ټولنې ته ځي، چي نیومان ۲۰۰۵ کال کې جوړه کړې وه.

ورته مطالب