چین له امریکا ډېر ځواکمن او تر ټولو چټک کمپیوټر لري

د انځور حقوق JACK DONGARRA, SUNWAY TAIHULIGHT SYSTEM REPORT

د نړۍ د ۵۰۰ تر ټولو چټکو کمپیوټرو په نوملړ کې تر ټولو ډېر ځواکمن کمپیوټر په چین کې دي او په دې برخه کې له امریکا مخکې دی.

د یوې تازې شمېرې له مخې د نړۍ د ۵۰۰ تر ټولو چټک کمپیوټرو له ډلې په چین کې ۲۰۲ کمپیوټر دي.

په دې برخه کې امریکا د ۱۴۳ تر ټولو چټکو کمپیوټرو په لرلرو سره دویم ځای لري، جاپان د ۳۴ کمپیوټرو په لرلو سره دریم او جرمني هم د دا ډول ۲۰ کمپیوټرو په لرلو سره څلورم دی.

۲۵ کاله مخکې دا نوملړ پیل شوی او هر دوه کاله وروسته یې تازه شمېرې خپرېږي.

په تېر نوملړ کې امریکا د ۱۶۹ ځواکمنو کمپیوټرو په لرلو سره اول او چین د دا ډول ۱۶۰ کمپیوټرو په لرلرو سره دویم و.

د رپوټ له مخې له امریکا د چین مخته کېدلو وجه د څېړني په برخه کې د پانګوني زیاتول دي.

دا مهال نړۍ کې د څېړنې ۲۰ سلنه لګښت په چین کې دی.

ځواکمن کمپیوټر کې ډېر لوی او ګران سیستمونه لري چې په زرګونو پراسیسرونه پکې ځای شوي وي او پر هغو خورا ځانګړې او کره محاسبې کېږي.

له ځواکمن کمپیوټر د چاپیریالي بدلون، اټومي وسلو ازموینو، د تېلي زېرمو د پته لګولو، د هوا وړاندوینې، د ډی اېن اې زدکړو او نورو چارو لپاره کار اخیستل کېږي.

د ځواکمن کمپیوټر چټکتیا په پیټافلاپ سره حسابېږي. یو فلاپ په محاسبه کې د یو ګام یا اپرېشن په توګه پېژندل کېږي.

یو پیټا فلاپ مطلب په یوه ثانیه یا سیکنډ کې زر میلیارد قدمونه یا عملیات بلل کېږي.

د نړۍ تر ټولو چټک کمپیوټر هم د چین دی چې تر ۹۳ پیټا فلاپ پورې کار کولی شي.

د امریکا دا ډول کمپیوټر چې ټایټن نومېږي ۱۷،۶ پیټا فلاپ پورې کار کولی شي.