دوبۍ کې په سرو زرو ماليه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

دوبۍ کې په سرو زرو ماليه

د دوبۍ له نوم سره به اشنا یئخو ښايي دا مو نه وي اوریدلي چې دوبۍ ته د سروزو ښار وايي. ځکه دغلته هر کال سوداګر د ۷۵ میلیارده ډالرو په ارزښت سره زر اخلي او خرڅوي.

بل دلیل یې بیا دا دی په دوبۍ کې پر سرو زرو ټکس یا مالیه نشته او له همدې وجې ارزانه دي.

خو اوس حکومت وايي، د راتلونکي کال له سره به پر سرو زرو مالیه لګوي او همدې پرېکړې ځینې اندېښمن کړي چې ښايي د سرو زرو دا ګرم بازار سوړ کړي.