"د فیض اباد لاریون ختم، خو خطر لا پاتې دی"

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په دغه هېواد کې د وروستیو لاریونونو پرمهال پر رسنیو لګول شوي بندیز په اړه پخپله سرمقاله کې لیکي د حکومت د نیمګړتیاوو د پټولو لپاره پر رسنیو بندیز لګول هیڅ دلیل نه شي لرلی.

ورځپاڼه پوښتي ایا دولت رسنیو ته د یوه دښمن په سترګه ګوري چې باید لاس لاندې وساتل شي او مات کړل شي؟

که داسې وي نو بیا د ورځپاڼې په وینا دا خطر دومره لوی دی چې نه خلک او نه پخپله رسنۍ پرې خبرې دي.

ورځپاڼه په دغه اړو دوړ کې د پوځ دریځ ته هم اشاره کوي او زیاتوي چې پوځ په دې برخه کې هم مسوولیت لري ځکه دولت ته په کار و چې له لاریون کوونکو او د هغوی له غوښتنو سره د چلند لپاره باید د خلکو نظر هم په پام کې نیول شوی وای.

ورځپاڼه زیاتوي د اعتصاب په پای ته رسیدو سره ظاهرا ارامي ښکاري خو خطر لا هم په خپل ځای پاتې دی.

ډیپلوماټ مجله

ډیپلوماټ مجلې په یوه مطلب کې د افغانستان د راتلونکي کال پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په وړاندې پرتوننګونو او ستونزو ته کتنه کړې او زیاتوي چې په نسبي توګه د سمو ټاکنو ترسره کولو لپاره مدني ټولنه تر ټولو ډیر رول لوبولی شي.

لیکوال زیاتوي دا چې دغو ټاکنو یوازې اته میاشتې پاتې دي، نو اوس د دې وخت رارسیدلی چې ښکېل او اړوند کسان د ټاکنو د ترسره کولو لپاره نرمي وښيي او د شته ستونزو د حل لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي.

په دې برخه کې د لیکوال په نظر د مدني ټولنې د غړو، لیکوالانو او ژورنالستان او فرهنګیانو رول مهم دی.

فایننشیل ټربیون ورځپاڼه

ایرانۍ ورځپاڼه فایننشیل ټربیون لیکي د افغانستان ۲۲ سلنه واردت ایراني توکي دي چې په کلني ډول دغه هېواد د دوه نیم میلیارد ډالرو په شاوخوا کې ایراني توکي واردوي.

ورځپاڼه زیاتوي په دې پیمانه له ایرانه د افغانستان وارداتو یو لامل د واټن نږدېوالی او د سوداګریزو توکو د لیږد لږ لګښت دی.

ورځپاڼې په کابل کې د ایران سفارت د سوداګریزې اتشې جابر انصار له قوله لیکي چې هېواد يي غواړې افغانستان ته د خپلو صادراتو کچه پنځه میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

ورځپاڼه زیاتوي ایران ته د افغانستان صادرات ډیر لږ دي او لسګونه میلیونه ته رسیږي.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي د امریکا دفاع وزارت له دې امله تر فشار لاندې دی چې له امریکا دباندې په نورو هېوادونو کې د امریکا ميشتو ځواکونو د شمير په اړه ډير تناقض شته.

ورځپاڼه زیاتوي هغه شمېر چې چارواکي یې ښيي او هغه چې اړونده دولتي ویبپاڼو کې ښودل کیږي ډیر توپير لري.

هغه څه چې د ورځپاڼې په وینا له هېواده بهر د ميشتو سرتيرو د ریښتوني شمیر په اړه پوښتنې رامنځته کوي.

واشنګټن پوسټ لیکي دفاع وزیر جیمس مټیس ویلی، وزارت به یې ډېر ژر د هغو ستریرو د شمیر په اړه معلومات وړاندې کړي چې افغانستان ، سوریه ، عراق او نورو سیمو ته یې د استولو ژمنه کړې ده.

ورځپاڼه مثال راوړي او زیاتوي چې د پنتاګون ویاند دوشنبې په ورځ وویل په سوریه کې پنځه سوه امریکايي سرتیري دي ، خو په یوه تازه څلور میاشتې راپور کې دا شمېر ۱۷۲۰ ښودل شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي د عراق په اړه د پنتاګون ویاند ویلي هلته پنځه زره سرتیري دي خو د ۸۸۹۲ سرتیرو د شته والي رپوټ ورکړی شوی دی.