هند سترې محکمې پر 'پدماوتې' فلم د بندیز غوښتنه رد کړه

پدماوتې د انځور حقوق Reuters
Image caption قاضیانو ویلي، پر فلم بندیز لګول به د سانسور بورډ له پرېکړې مخکې د قضاوت په معانا وي

پر پدماوتي فلم د اعتراضونو لړ کې د هند سترې محکمې پر دغه هندي فلم د بندیز لګولو یوه غوښتنه رد کړې. دغه غوښتنه یوه حقوقي وکیل محکمې ته عریضه کې کړې وه. دغه فلم د ۱۴ پېړۍ یوې راجپوت هندوې ملکې پدماوتي او هغه مهال د ډیلي مسلمان سلطان علاوالدین خلجي یا غلزي کیسه رانغاړي.

پر دغه فلم هند کې توکمپال راجپوت ټولنو سختې نیوکې کړې. دوی وايي په فلم کې ملکې پدماوتي ته سپکاوی شوی دی. نندارې ته د فلم وړاندې کېدل وار له مخه ځکه ځنډېدلي، چې د هند سانسور بورډ لا هم جواز نه دی ورکړی.

له هنده بهر هم د دغه فلم د نندارې لپاره تر اوسه کومه نېټه نه ده ټاکل شوې. د بالیووډ مشهورو ممثلینو ديپیکا پاډوکون او رنبیر کپور د سلطان علاوالدین او ملکې پدماوتي رولونه لوبولي دي.

هندی سیاستوال: د فیلمي ستورې دیپیکا پاډوکون وژونکي ته به جایزه ورکړي

هندی سیاستوال: د فیلمي ستورې دیپیکا پاډوکون وژونکي ته به جایزه ورکړي

قاضیانو دغه راز ویلي حکومتي مامورین باید پر دغه فلم ځکه نیوکه و نه کړي، چې کېدای شي ورسره د سانسور بورډ پر پرېکړه سیوری وغوړیږي.

هغو ګنګوسو چې ګواکې فلم کې سلطان علاوالدین ملکې پدماوتي د یوه مینه ناک دیدن حال کې په خوب کې ویني د راجپوت توکم کارنیک سینا سازمان په شمول یو شمېر کسان پارولي دي. دوی غواړی نندارې ته د دغه فلم پر وړاندې کولو بندیز ولګول شي.

د سې شنبې پر ورځ د هند سترې محکمې د ایم ایل شرما نومي وکیل عریضه رد کړې، چې وايي له هېواده بهر هم باید د دغه فلم پر نندارې بندیز ولګول شي. محکمې ویلي داسې پرېکړه کول به د هند سانسور بورډ له پرېکړې مخکې د قضاوت کولو په معانا وي.

دغه سازمان د راجستان، اترپردېش او هریانه په ګډون چې د هندوانو توکمپال ګوند بهارتیه جنتا( بي جي پي) په کې واکمن دی، یو شمېر ایالتونو کې احتجاجونه کړي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پدماوتي فلم جلاف پراخې مظاهرې شوې

د راجستان اعلی وزیر وشوندهرا راجي ویلي، باید تر هغه مهاله فلم نندارې ته وړاندې نه شي، چې ځینې صحنې ترې لرې شي او په لیدو یې د هیچا احساسات ضربه و نه ویني. د بي جي پي ګوند یوه ځایي مشر د هغه کس لپاره یو نیم میلیون ډالره انعام اعلان کړی، چې د فلم جوړونکي سنجې لیلا بهنسالي او یا ممثلې پاډوکون سرونه غوڅ کړي.

د سږ کال پیل کې د دغې ډلې کسانو د فلم جوړولو پر مهال هم له فلم جوړونکي سره اخ و ډب کړی و او فلم جوړونکی بهنسالي یې په څېړه وهلی و. یو شمېر نورو توکمپالو په سینماګانو کې ورانکاري کړې او د ممثلې پوډوکون پزې پرې کولو ګواښ یې کړی دی. دوی د دیوې حماسې راماینا په حواله دغه خبر کوي، چې په کې د یوه کردار پزه د سزا په توګه پرې کېږي.

پر دغه فلم یوازې راجپوت هندوان نه بلکې یو شمېر تاریخپوهان هم نیوکې کوي. د هند مشهور علي ګړ مسلم پوهنتون د تاریخ څانګې مشر تاریخپوه سید علي ندیم رضوي وايي:

''فلم کې د پدماوتي پر خیالي کردارد خو ټول نیوکې کوي، خو بهنسالي (فلم جوړونکي) اصلي ناانصافي له علاوالدین خلجي سره کړې ده. ''

د انځور حقوق VIACOM18 MOTION PICTURES
Image caption رنویر کپور فلم

نوموړی وايي ''فلم کې د خلجي پاچا شخصیت داسې ښوول شوی، چې ګواکې ظالم، وحشي او بې زړه سوي واکمن و، نه یې خوراک زده و او نه یې مناسب کالي اغوستل، خو حقیقت دا دی، چې خلجی د خپل مهال یو ډېر مهذب شخصیت و او داسې ډېر څه یې کړي، چې اوس یې هم اغېز لیدل کېږي. ''

د علاوالدین د توکم په اړه مورخین وېشلي دی. یو شمېر یې غلزی یا غلجی افغان بولي، خو یو شمېر نور یې بیا ترک خلجی بولي.

خوشحال خټک د علاوالدین تر سطان جلالدین خلجي په پښتون مېشته سیمه کې زېږېدلی بولي:

بیا سلطان جلال الدین پر سریر کښیناست

چې په اصل کې غلجی دولایت و