بي بي سي ۱۲ کاله وروسته بي بي سي ازبکستان کې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بي بي سي ۱۲ کاله وروسته بي بي سي ازبکستان کې

په ۱۲ کلونو کې د لومړي ځل لپاره، بي بي سي ته اجازه ورکړل شوې وه چې، په منځنۍ اسیا کې، ازبکستان ته لاړه شي. دغلته د زورواکي، ولسمشر اسلام کریموف له مرګ وروسته، د اصلاحاتو یو ډېر محتاطه پروګرام پیل شوی دی. موږ له ځايي ولسي ازبکانو وپوښتل چې، په هېواد کې د روان بدلون په اړه څه نظر لري او څه احساس کوي؟