"پاکستان لاهم د اورپکو له ملاتړه لاس نه دی اخیستی"

جان نېکولسن وویل، دوی به د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو د قاچاق سرچینې وچې کړي د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption جان نېکولسن وویل، دوی به د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو د قاچاق سرچینې وچې کړي

امریکایۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز په افغانستان کې غوڅ ملاتړ د ماموریت د قومندان جنرال جان نیکولس د پرونیو څرګندونو په اړه لیکي چې امریکايي چارواکي له دې امله له پاکستانه ناهیلي شوي چې د طالبانو او حقاني شبکې په څېر ډلو په وړاندې د غوڅ دریځ خپلو له امله زړه نازړه دی.

افغان او امریکايي چارواکي وايي دغه ډلې په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري خو پاکستان یې نه مني.

نیکولس ویلي که څه هم امریکاد پاکستان ته په ټینګه ویلي چې ددغو ډلو له ملاتړه لاس واخلي خو پاکستان لا هم ددغو ډلو له ملاتړه لاس نه دی اخستی.

دیپلومات خپرونه لیکي چې د چین یوه پوځي چارواکي چې پر مالي او اداري فساد تورن و په خپل کور کې ځان وژلی. دغه افسر ژنګ یانګ نومیده او چین د اردو د مشرتابه کمیسیون غړی و.

"طالبان له نشه يي توکو ډېرې پیسې ترلاسه کوي، موږ به یې مخه نیسو"

نېکولسن: نور امريکايي ځواکونه افغانستان ته په رسېدو دي

دیپلومات زیاتوي دا وروسته له هغه چې د ولسمشر شي جینګپینګ له خوا د اداري فساد پرضد کمپاین پیل شوی دا تر ټولو لوړ پوړی دولتي چارواکی دی چې ځان وژنه کوي. دیپلومات لیکي داسې ښکاري چې ولسمشر شي په پوځ کې خپل نفوذ پراخول غواړي ، هغه څه چې په پوځ کې یې هم اندیښنې را ټوکولي دی.

د انځور حقوق CCTV
Image caption دیپلومات زیاتوي دا وروسته له هغه چې د ولسمشر شي جینګپینګ له خوا د اداري فساد پرضد کمپاین پیل شوی دا تر ټولو لوړ پوړی دولتي چارواکی دی چې ځان وژنه کوي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي امریکا غواړي په افغانستان کې د ټیکاو او پخلاینې د ټیګولو لپاره د هند او پاکستان په تړاو یوه نوې لاره خپله کړه.

ورځپاڼه لیکي دامریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې د لومړیتوبونو په اړه ویل شوي چې د افغانستان په تړاو لومړیتوبونه چې هند او پاکستان هم په کې شامل دي، د امریکا د ولسمشر ډونلډ د نوې کړنلارې په رڼا کې ټاکل کیږي.

رپوټ زیاتوي لومړیتوب دادی چې د ترهګرو خوندي پټنځایونه له منځه یوړل شي او د دې نوې کړنلارې وروستی هدف دادی چې د نوي چاپيریال په رامنځته کولو سره طالبان جوړه وکړي او د پخلاینې داسې لاره خپله کړي چې په عملي کولو سره یې افغان حکومت وکولی شي خپلو خلکو ته د ژوندانه امن فضا رامنځته کړي.

ګارډین ورځپاڼه په سوریه کې د حکومت او د هغه د ملاتړ له خوا د بریا د اعلان په اړه لیکي په دغه هېواد کې روانه جګړه ګټونکی نه لري وایي دا بریا نه ده چې نیم میلیون کسان ووژل شي میلیونونه نور کډوال شي.

د ورځپاڼې په باور دایمي سوله هغه وخت راتلای شي چې د سوریې خلک په ازاده توګه د خپل هېواد مشرتابه وټاکي.

د سوریې په اړه د سعودي په الوطن ورځپاڼه کې یو مطلب کې لیکل شوي د روسیې په سوچي ښار کې د ایران، ترکیې او روسیې د ولسمشرانو غونډې د سوریې ولسمشر بشار الاسد ته ښکاره پیغام درلود او هغه دا چې نور ددغه هېواد په مشرتابه کې د بشار الاسد د واکمنۍ ورځنې په شمار پاتې دي.

ورته مطالب