اسلام اباد: پر جومات ډزو کې یو سړی وژل شوی

اسلام آباد د انځور حقوق Getty Images
Image caption پېښه د پلازمېنې ای ۸ سیکتر سیمه کې شوې( فايل تصویر)

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د شیعه مسلمانانو یوه جومات مخې ته د نامعلومو موټر سایکل سپرو په ډزو کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

د پلازمېنې صنعتي سیمې پولیسو ځايي مشر لیاقت نیازي د بي بي سي خبریال شهزاد ملک ته ویلي د چهارشنبې پر ماښام باب العلم نومي جومات مخې ته نامعلومو کسانو ډزې کړې.

د نوموړي په وینا ډزې په هغو کسانو شوې، چې د لمانځه له ادا کولو وروسته له جومات نه د وتلو په حال کې وو.

پېښه کې رجب علي نومی سړی وژل شوی او پنځه نور کسان ټپیان دي. چارواکي وايي د دوو ټپیانو روغتیا ښه نه ده. ویل کېږي بریدګر دوه کسان وو او د پېښې پر مهال جومات کې ساتونکي یا پولیس سرتېري نه وو ګومارل شوي.

پاکستان: شیعه مشر وژل شوی، احتجاج دوام لري

پاکستان: د شیعه ګانو جومات کې چاودنې ۶۱ کسان وژلي

پاکستان: وسله والو ۱۸ شیعه ګان ووژل

''دواړه بریدګر له لمانځه لږ مخکې د جومات مخکې ودرېدل، اوبه یې وڅښلې او کله چې لمونځ کوونکي له جوماته راوتل ډزې یې پرې وکړې. ''

چارواکي وايي، له پېښې وروسته بریدګر د راولپنډۍ ښار پر لور وتښتېدل. پولیس افسر لیاقت نیازی وايي، د بریدګرو لټون کې نیمه پوځي ځواک هم مرسته کوي.