په جنګي جرمنو تورن په نړیواله محکمه کې زهر وڅښل

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سلوبودان پارلياک له شپږو تورونو کسانو یو دی.

د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې تایید کړې، چې د بوسنیا یوه کرواتیايي سیاستوال هاګ کې د محاکمې بهیر کې زهر وڅښل او ساه یې ورکړه.

سلوبودان پرالياک له شپږو تورونو کسانو یو دی، چې محکمه کې یې د ځان په اړه د حکم له اورېدو وروسته د زهرو پیاله پر سر واړوله او روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته یې ساه ورکړه.

نوموړی ۲۰۱۳ کال کې په ختیځ موستار کې د جنګي جرمونو له کبله په ۲۰ کلن زندان محکوم شوی و.

نوموړي پر دغه حکم اعتراض درلود، خو کله یې چې په استناف محکمه کې واوریدل چې لومړنۍ سزا یې تایید شوه، له اوبلنو زهرو ډکه پیاله یې پورته کړه، سر یې شاته کړ او ډکه پیاله زهر یې خوله کې واړول.

نوموړي وروسته قاضي ته وویل:

''زهر مې وخوړل ''

قاضي سملاسي د حاضرینو، خبریالانو د ناستې ځایونو او محکمې د کوټې تر منځ د پردې ټیټولو امر وکړ او د محکمې ناسته یې وځنډوله. قاضي د ښاغلي پارلياک له لاسه د پیالې اخیستو امر وکړ او د یوه بل کس غږ هم واورېدل شول، چې دروازه کې یې د امبولانس غږ وکړ.

د مسلمانانو خلاف جنایتونه

ښاغلی پارلياک چې مخکې د بوسنیايي کرواتانو د دفاعي ځواک مشر و د ۱۳۹۳ کال دوبي کې خبر شوی و، چې د پخوانۍ یوګوسلاویا کورنۍ جګړې بهیر کې یې سرتېري پروزور نومي ښار کې په ډله ییزه توګه مسلمانان نیسي، خو د محکمې له معلوماتو سره سم یې د هغوی مخنیوي لپاره هېڅ نه و کړي.

"د بشرضد جنګي جرمونو قربانیانو شکایت ته اسانتیاوې نه شته"

''نړیواله جنايي محکمه باید افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنه کې مداخله وکړي''

فلسطین کې د جنګي جرمونو له څېړلو سره د امریکا مخالفت

پخوانۍ یوګوسلاویا کې د جنګي جرمونو څېړنې محکمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړې پر بنسټ رامنځته شوې او د روان میلادي کال په پای کې یې کاري موده هم پای ته رسېږي.

سلوبودان پرالياک

د انځور حقوق EPA
  • ۱۹۴۵: د اوسنۍ بوسنیا هرزګوینا په کپلجینا سیمه کې وزېږېد.
  • ۱۹۷۰: کې یې زغرب کې لوړې زده کړې وکړې او فلسفه، ټولنیزو علومو او د ډرامې برخه کې د لوړو زده کړو سندونه تر لاسه کړل.
  • ۱۹۷۰-۸۰: کلونو کې یې د فلسفې او ټولنیزو علومو زده کړې ورکړې او ټلویزیون، فلم او د مستندو فلمونو د پروډیوسر په توګه یې کار وکړ.
  • ۱۹۹۱: کال کې یې د کرواتیا پوځ کې دنده پیل کړه، پخوانۍ یوګوسلاویا کې جګړه پیل شوه، د نوموړي منصب تورن جنرالۍ ته لوړ شو.
  • ۱۹۹۳: د 'بوسنیايي کرواتانو دفاعي ځواک ' مشر وټاکل شو.
  • ۲۰۰۴: کې یې ځان هاګ محکمې ته وسپاره او په موقت ډول خوشی شو.
  • ۲۰۱۲: د هاګ توقیف ته د ستنېدو امر ورته وشو.
  • ۲۰۱۳: په ۲۰ کلن زندان سزا محکوم شو.
  • ۲۹ نومبر- ۲۰۱۷: د هاګ محکمې یې سزا تایید کړه او د محکمې امر له اورېدو وروسته یې زهر وڅښل او ساه یې ورکړه.