واشنګټن: که جګړه پیل شي، "د شمالي کوریا نظام به ړنګ شي"

امریکا وړاندې خبرداری ورکړی و چې که شمالي کوریا توغندیو توغولو ته دوام ورکړي، دوی به دغه هېواد په نښه کړي د انځور حقوق EPA
Image caption امریکا وړاندې خبرداری ورکړی و چې که شمالي کوریا توغندیو توغولو ته دوام ورکړي، دوی به دغه هېواد په نښه کړي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ویلي، که له شمالي کوریا سره جګړه پیل شي، نو د دغه هېواد نظام به "ړنګ کړل شي". نوموړې له پیونګ یانګ سره د نړۍ د هېوادونو د هر اړخیزه اړیکو غوڅولو غوښتنه کړې ده.

نیکي هیلي وايي، د شمالي کوریا نوې توغندیزه ازموینه نړۍ جګړې ته اړباسي او ټول هېوادونه له پیونګ یانګ سره دیپلوماتیکو او سوداګریزو اړیکو غوڅولو ته مجبوروي.

شمالي کوریا یو نوی بالستیک توغندی وازمایه، چې ۴۴۷۵ کیلومتره لوړ تللی شي او د امریکا هره برخه په نښه کولی شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا استازې نېکي هیلي وویل، ولسمشر ډونلډ ټرمپ له چین غوښتي چې له شمالي کوریا سره د تېلو راکړه ورکړه ودروي.

دا وايي، امریکا د جګړې غوښتونکې نه ده، خو د شمالي کوریا د رژیم له خوا د جګړې د نښو په لیدو سره به دغه هېواد "کاملاً له منځه ولاړ شي."

دا خبرداری وروسته تر هغه وشو، چې پیونګ یانګ د لومړي ځل لپاره له دوو میاشتو ځنډ وروسته یو توغندی وازمایه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا استازې نېکي هیلي وویل، ولسمشر ډونلډ ټرمپ له چین غوښتي چې له شمالي کوریا سره د تېلو راکړه ورکړه ودروي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption "هواسونګ ۱۵" نومی توغندی چې شمالي کوریا یې "تر ټولو پیاوړی" بولي، د چارشنبې په ورځ وازمایل شو.

شمالي کوریا وايي، نوی توغندی یې ټوله امریکا ویشتلی شي

امنیت شورا شمالي کوریا ته د نویو بندیزونو ګواښ کړی

د شمالي کوریا نوی توغندی د جاپان پر خاوره تېر شو

شمالي کوریا وايي دا توغندی د چارشنبې په ورځ وازمایل شو چې ۴۴۷۵ کیلومتره لوړ او له نړیوالې فضا لس ځلې لوړ تللی شي، او اتومي سروکي هم لېږدولی شي.

خو کارپوهان بیا ددغه توغندي پر توان او پیاوړتیا شک لري.

په ورته وخت کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون دا ازموینه "بې نیمګړتیا" او یوه "لویه لاسته راوړنه" بللې ده.

دا له تېرو هغو ازموینه یوه ده چې نړیوالې ټولنې غندلې دي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې په اړه بېړنۍ غونډې هم جوړې کړې دي.

اغلې هیلي خبرداری ورکړ، که د شمالي کوریا دا ډول لمسوونکي کارونه دوام وکړي، په سیمه کې به د بې ثباتۍ لامل وګرځي:

"غواړم چین لا ډېره هڅه وکړي. ولسمشر ټرمپ نن ګهیځ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره تیلېفوني خبرې وکړې او ویې ویل داسې ځای ته رسېدلي یو چې چین باید شمالي کوریا ته د تېلو صادرول ودروي."

ښاغلي شي ټرمپ ته ویلي "د بیجینګ موخه د اسیا په شمال ختیځ کې د سولې او ټیکاو ساتل او د نیمه ټاپو نااتومي کول دي."

چین د شمالي کوریا اصلي ملګری او ددغه هېواد لوی سوداګریز شریک دی چې دواړه ګډې پولې هم لري.

کارپوهان وايي، له لویو وچو تېرېدونکی نوی توغندی ښايي ددې څرګندوی وي چې کولی شي د امریکا ختیځه برخه واشنګټن هم په نښه کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption کارپوهان وايي، له لویو وچو تېرېدونکی نوی توغندی ښايي ددې څرګندوی وي چې کولی شي د امریکا ختیځه برخه واشنګټن هم په نښه کړي.

"هواسونګ ۱۵" نومی توغندی چې شمالي کوریا یې "تر ټولو پیاوړی" بولي، د چارشنبې په ورځ وازمایل شو.

دا توغندی د جاپان اوبو کې ولوېد.

ورته مطالب