په سمندرونو کې د پلاستيکي خځلو پر اچولو بندیز

چاپېریال ککړتیا د انځور حقوق .
Image caption ملګرو ملتونو سازمان: د اقیانوسونو په هر کیلومتر مربع کې، تر ۳۰زرو زیات پلاستیکي توکي خوشي شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په پام کې لري، د نړۍ ټول هېوادونه د هغه نوي قانون پلې کولو ته ژمن کړي چې له پلاستیکي خځلو د سمندرونو د ککړتیا مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو دا نوی پروګرام به د یوې ناستې په ترڅ کې راتلونکې اونۍ د کینا په پلازمینه، نایروبي کې اعلان شي. د دې ناستې موخه په اقیانوسونو کې د پلاستیکي خځلو پر اچولو بندیز لګول دي.

اوسمهال کښتۍ اجازه نه لري چې په سمندرونو کې پلاستیکي خځلې واچوي، خو هېڅ داسې نړیوال قانون نشته چې په کې له وچو څخه اوبو ته د پلاستیکي خځلو اچول منع کړي.

کارپوهان وایي، د پلاستیکي توکو له امله رامنځته شوې ککړتیا ډېره خطرناکه ده او ښکاره ده چې دې ستونزې ته باید د نړیوالې هوکړې له لارې چاره پیدا شي.

په نایروبي کې د بېلابېلو هېوادونو استازو ډلې جوړې کړې او پر دې څېړنه کوي چې څنګه په اقیانوسونو کې د پلاستیکي او مایکروپلاستیکي خځلو اچولو مخنیوی کېدای شي. په دې توګه یوه اونۍ وړاندې تر دې چې ناسته پیل شي دوی یوې ټولیزې حللارې ته لار هواروي.

ویل کېږي چې د بېلابېلو هېوادونو، چاپېریال وزیرانو، د پلاستیک له ستونزې سره د مبارزې لپاره خپلې جدي کړنې پیل کړې.

امریکا هم غوښتي چې په دې برخه کې همکاري وکړي خو د دې هېواد دولت په دودیزه توګه د چاپېریال په برخه کې له نړیوالو هوکړو ډډه کړې.

هرات: د چاپېریال ککړتیا مخنیوي لپاره فلټرونه

تېزابي اوبه ټول سمندري ژوي ګواښي

"کابل کې د ځمکې لاندې اوبو ناسم کارول لوی ګواښ دی"

د انځور حقوق .
Image caption کارپوهان وایي، د پلاستیکي توکو له امله رامنځته شوې ککړتیا ډېره خطرناکه ده او دې ستونزې ته باید چاره پیدا شي.

د پاریس موسمي هوکړه

یو وړاندیز دا دی چې د پاریس موسمي هوکړه یوه نمونه وټاکل شي. د دې هوکړې پر بنسټ، تر ۲۰۵۰ کاله باید د هوا د تودوخې کچه تر دوو درجو ټیټه پاتې شي؛ همدارنګه ټول هېوادونه باید د کاربوني ګازونو د تولید کموالي ته اړ شي، خو دې موخې ته د رسېدو لپاره دوی په ملي کچه د پرېکړې واک لري.

ملګرو ملتونو تر ۲۰۱۵ پورې په سمندرونو کې د پلاستیکي خځلو کموالي ته جدي ژمنې ښودلې، خو ځینې دا ژمنې تراوسه نه دي رسمي شوې. چاپېریال کارپوهان پر دې باور دي چې دا وړاندیزونه او ژمنې ګټورې نه دي تمامې شوې.

د دې نوي تړون موخه، چې ناروې یې په سر کې ده، د پلاستیکي خځلو کچه "صفر" ته راټیټول دي.

همدارنګه ناروې غوښتي چې ساحلونه له پلاستیکي خځلو پاک شي او وایي دا اقدام ډېر مهم دی ځکه پلاستیکي خځلې د ډېرو مضرو میکروپلاستیکونو د تولید سبب کېږي.

چاپېریال کارپوهان وایي، په سمندرونو کې د پلاستیکي توکو د اندازې په اړه پوهاوی او د خځلو د سرچینو پېژندل په دې برخه کې لوی ګام کېدای شي.

د ملګرو ملتونو سازمان ښودلې چې هر کال تر ۱۵۰ ټنه ډېر پلاستیکونه په طبیعي ځایونو کې اچول کېږي. له همدې امله ملګرو ملتونو په اقیانوسونو کې د پلاستیکي خځلو زیاتوالی د چاپېریال لویه ستونزه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د لاسته راوړنو له مخې، د اقیانوسونو په هر کیلومتر مربع کې، تر ۳۰زرو زیات پلاستیکي توکي خوشي شوي دي.

دې نړیوال سازمان اټکل کړی، چې د نړۍ په سمندرونو کې تر ۵۱ ټریلیونو ډېر د میکروپلاستیکونو ذرې موجودې دي.

ورته مطالب